
پنجشېر کې یوې مېرمنې په یو میلیون افغانیو یو جومات جوړ کړی
د پنجشېر محلي چارواکي وايي، د دغه ولایت د ابشار ولسوالي د یوه جومات چارې بشپړې او بل جومات له ترمیم وروسته ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د ابشار ولسوال، محمدعلي حقشناس، (د وږي ۱۷مه) سلام وطندار ته وویل چې د دې ولسوالي نوی مسجدالنور په رسمي توګه پرانیستل شوی او همدارنګه د قلعهبالا د کربهګلابخېل سیمه کې یو بل جومات چارې ترمیم شوي دي.














