
مزارشریف کې په ۱۷ میلیونه افغانیو د یوه سړک د سفالت چارې پیل شوې
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د سفالت چارې پیل شوې دي.
د یادې پروژې چارې نن دوشنبه، وږي ۱۷مه پیل شوې چې ټول لګښت یې، د ښاروالي لهخوا ورکول کېږي.
د مزارشریف د ښاروالي ویاند مصطفی محمدي وايي، دغه پروژه د ښار په څلورمه ناحیه کې پرمخ وړل کېږي او پهکې به د ۸۰۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۰ مترو په پلنوالي سړک سفالت شي.














