
پکتیکا کې د یوه سړک د بیارغونې چارې پیل شوې
د پکتیکا د ټولګټو چارو ریاست مسوولان وایي چې نن (دوشنبه) د مرکز ښرنې ښار څخه د زرغونښار ولسوالۍ پر لور د ۴۸ کیلومتره اوږد سړک د بیارغونې چارې په رسمي ډول پیل شوې چې ټول لګښت یې ۱۰۶ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.














