
د هرات د بازارونو ۹۵سلنه سره زر دغه ولایت کې تولیدېږي
د هرات د زرګرانو ټولنې مسوولان وايي چې د دغه ولایت د بازار شاوخوا ۹۵سلنه ګاڼې کورنی تولیدات دی.
د هرات د زرګرانو ټولنې استازی عبدالاحد رحیمي وویل چې دامهال په دې ولایت کې له ۱۵۰ زیات د زرګرۍ کارخونې، د نوې ټکنالوژۍ له وسایلو څخه کار اخلي او په ورځنۍ کچه شاوخوا ۵ کیلوګرامه سره زر په ښکلي ګاڼو بدلېږي او بازار ته وړاندې کېږي.














