
فراه کې په ۳۴ میلیونه افغانیو د موټرو تمځای جوړېږي
د فراه مسوولان وايي چې د دې ولایت په فراهرود ولسوالي کې د «دوراهي» په سیمه کې د بار وړونکو موټرو لپاره نوی تمځای جوړیږي. د جوړېدو کار یې نن یکشنبه، د لړم څلورمه پیل شوی دی.

د فراه مسوولان وايي چې د دې ولایت په فراهرود ولسوالي کې د «دوراهي» په سیمه کې د بار وړونکو موټرو لپاره نوی تمځای جوړیږي. د جوړېدو کار یې نن یکشنبه، د لړم څلورمه پیل شوی دی.

زدهکړې د هر انسان بنسټیز حق ګڼل کېږي، خو په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې د زدهکړو بندیزونه د دوی پر رواني او ټولنیزو وضعیتونو جدي اغېزې کړي دي.
د دې بندیز له امله ډېری نجونې له رواني ستونزو، اضطراب، د ځان ارزښت کمېدو او ناوړه ټولنیزو پایلو لکه اجباري ودونو سره مخ شوي دي.

ناور دښته د افغانستان د پنځو مهمو ایکولوژیکي سیمو څخه یوه ده چې یو وخت د نادرو مرغانو په ځانګړې توګه د فلامینګونو او یوشمېر سایبریايي الوتونکو لپاره خوندي هسوګنځای و، خو په وروستیو کلونو کې د پرلهپسې وچکالیو او اقلیمي بدلون له امله له جدي ننګونو سره مخ شوې ده.
د ناور ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي وايي د باران کمښت د لمدو ځمکو د وچېدو او د څړځایونو د لهمنځه تلو لامل شوی دی.

د هلمند مرکز لښکرګاه کې د «شهامت» په نوم یوې نوې خصوصي غږیزې رسنۍ په رسمي ډول پر ۹۱.۶ اېفاېم څپو خپلې مسلکي خپرونې پیل کړې. چارواکي دغه ګام په هلمند کې د رسنیز ډګر د پیاوړتیا لپاره مهم بولي.
د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي چارو معین مولوي حیاتالله مهاجر فراهي د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د شهامت راډیو په ګډون دامهال په هلمند کې ۱۹ فعالې راډیوګانې موجودې دي.

د افغانستان د برښنا شرکت چارواکي وايي، په هلمند کې د برښنا دوه مهمې پروژې په رسمي توګه ګټېاخیستنې ته سپارل شوې چې په پایله کې به د هلمند او کندهار زرګونو کورنیو او صنعتګرو ته د برقي انرژۍ د برابرولو زمینه نوره هم پراخه شي.

د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري نن شنبه، لړم درېیمه د ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې شوې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري نن د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې ۳۵ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې.

د امارت اسلامي ویاند ذبیحالله مجاهد اعلان کړی چې د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمتالله نجیب په مشري یو لوړپوړی پلاوی ترکیې ته تللی دی.
مجاهد ویلي چې د دې پلاوي د سفر موخه پاکستان سره د پاتې موضوعاتو د خبرو لپاره دی.

کله چې منی راشي، کلي د ژېړوپاڼو په جامه کې ښکلا ومومي؛ خو د کلي ښځو لپاره دا ښکلا د ژمي سختۍ او د خوراکي توکو د کمښت نښه ده. هره پاڼه چې له څانګې جلا کېږي، د یخنۍ او اوږدې مبارزې یادونه کوي.
اوس د کلیو مېرمنې د یوې غلې او راتلونکې یخنۍ سره د مبارزې لپاره چمتووالی نیسي. دوی د لرګیو ذخیره کولو ترڅنګ، د قروتو او زېړو غوړیو سربېره، وچه مېوه او ځینې نور بیا چهارمغز، د پیازو او رومیانو وچولو باندې لګیا دي.

کندوز ښار کې یوشمېر اوسېدونکي د ښار په کوڅو کې د ودانیو د جوړولو توکو د ډېری کولو له امله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د کندوز ښار یو اوسېدونکی عتیقالله وايي چې ځینې کورونه او ودانیو مالکان د کوڅو غاړو یا منځ کې خښتې، ډبرې، جغل او شګې اچوي چې نه یوازې د تګراتګ خنډونه رامنځته کوي، بلکې د ټرافیکي ستونزو لامل هم ګرځي.

د هرات اوسېدونکو د دغه ولایت پوهنې ریاست ته اووه جریب ځمکه ورکړه. د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې دا ځمکه شاوخوا ۳۵۰زره افغانۍ ارزښت لري چې د عامو خلکو له لوري یادې ادارې ته ورکړل شوې ده.
د هرات د پوهنې رییس رحمتالله جابر وایي چې یاده ځمکه د رباطسنگي او زیرکوه ولسوالیو کې موقعیت لري.

د هلمند د بهرامچې له لارې ۱۱۵ افغان کورنۍ له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستنې شوي دي.
راستنې شوې کورنۍ سلاموطندار ته وایي، پاکستان کې یې د ژوند شرایط سخت وو، حکومت ورسره هېڅ مرسته نه کوله، خو دلته دافغان چارواکو له تود هرکلي سره مخ او ترڅنګ یې د ثبت، لېږد او لنډمهالي هستوګنځي بشپړ امکانات هم ورته برابر شوي دي.

دوی په دې راپور کې له سلاموطندار سره په مرکو کې د خپل ژوند سختې بیان کړي او د خپلو هیلو په اړه یې خبرې کړې دي. ډېری یې، خپله راتلونکې تیاره ویني، خو ښوونځي ته د بېرته ستنېدو هیله یې په زړه کې ژوندۍ ساتلې.

سلاموطندار له ۲۰ ځوانانو سره چې ۱۲ یې نجونې او اته یې، هلکان دي، مرکې کړي چې د مرکو موندنې ښيي، دغه ځوانانو د جلدي او ښکلا اړوند ناروغیو درملنې لپاره له سوداګریزو محصولاتو ګټه اخیستې چې ۱۵ یې، له منفي پایلو سره مخ شوي دي.

د لوګر د ټولګټو چارو ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم، برهکي برک او څرخ ولسوالیو کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د سړکونو جوړولو چارې پيل شوې.
پلعلم کې په دې اړه جوړې شوې یوې غونډه کې د ا.ا حکومت لوړ پوړو چارواکو، سیمه ییزو مسؤولینو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

پکتيکا کې چارواکي وايي چې د یاد ولایت اړوند اوو ولسواليو ته د شاوخوا ۱۲۶ ميليونه افغانيو په لګښت د نويو ودانيو د جوړيدو چارې پيل شوې.
د پکتيکا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې، اوو ولسوالیو ته د ۱۲۶.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ودانیو جوړلو چارې پیل شوې.

د خوست ځاځي ميدان ولسوالي کې پر ډيورنډ کرښه د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملیشو ترمنځ وروستيو نښتو له امله ۳۵۰ کورنی بېځايه شوي.
د خوست ولايت مقام وياند مستغفر ګربز سلاموطندار ته ویلي، پاکستاني پوځي رژيم د جګړې له قوانینو سرغړونه کړې او د عامو خلکو هستوګنځي یې په نښه کړي چې له امله یې ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوې دي.