
افغانستان روسیې ته ۵۰ مټریک ټُنه مڼې صادرې کړي
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې له افغانستان څخه روسیې ته د مڼو د لېږد بهیر پیل شوی دی.
یاد وزارت نن چهارشنبه، لړم ۱۴مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د مڼو لومړۍ جوپه چې ۵۰ مټریک ټُنه کېږي او ارزښت یې، ۱۰۰زره ډالرو ته رسېږي، روسیې ته صادرې شوې دي.














