
افغانستان کې لوړ عمرلرونکې مېرمنې د ملاتړیزو مرکزونو له کمښت شکایت لري
له ۲۵ لوړ عمرلرونکو مېرمنو سره د سلاموطندار د مرکو موندنې ښيي چې دغه قشر له پامه غورځول شوی او له یوې نړۍ غمونو سره اوس د ژوند له پاڼې هم لوېدلې دي.
سلاموطندار په ۱۶ ولایتونو کې له یادو مېرمنو سره مرکې کړي چې د بېوزلي، سرپرست نشتوالي، د زوی یا لور نشتوالي او ټولنیز ملاتړ نشتون له امله، خپل ځان بېارزښته او له هېره ایستل شوی بولي.














