
افغاني سرې میاشتې ټولنه: فعالیتونه مو ۳۰سلنه پراخ شوي
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي چې د تېرو دولسو میاشتو په موده کې یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې خپلې هڅې پراخې کړي او د بېوزلو، راستنېدونکو او د طبیعي پېښو د اغېزمنو خلکو لپاره یې د خدمتونو کچه تر ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.














