
اقلیمي بدلون د لوګر اوسېدونکي اغېزمن کړي
د لوګر اوسېدونکي وايي چې اقلیمي بدلون، د بارانونو کموالی او د هوا د تودوخې زیاتوالی د هغوی پر کرنیزو حاصلاتو، د اوبو سرچینو او اقتصادي وضعیت بد اغېز کړی دی.
دوی پر نړیوالو بنسټونو او دولتي ادارو غږ کوي چې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو په اړه د خلکو پوهاوي کچه لوړه او له زیانمنو شویو کورنیو سره په دوامداره توګه مرستې وشي.














