
اقتصادي تکیه؛ هرات کې ۷۰ مېرمنو ته د کارکولو زمینه برابره شوې
هرات کې یوشمېر مېرمنو د غالیو اوبدلو د کارخونو په جوړولو سره یوشمېر نورو ښځو ته هم د کار کولو زمینه برابره کړې ده.
یادې کارخونې نه یوازې د کورنیو معیشت برابرولو کې مرسته کوي، بلکې د مېرمنو او نجونو لپاره یو خوندي چاپېریال هم دی چې د غالۍ اوبدلو مهارتونه زدهکوي، څو له روحي انزوا او زیانونو په امن پاتې شي.














