
د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هڅې ګړندۍ شوي
د اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي د روانې مېلادي، نومبر میاشتې په ۱۹مه هند ته په پنځه ورځني رسمي سفر تللی و چې د رسمي خبرپاڼې له مخې د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د چابهار بندر له ظرفیتونو مناسبه ګټهاخیستنه او فعالیت یې مهم بحثونه یاد شوي وو.














