
پکتيکا کې د ۱۸ مدرسو او ښوونځیو د ودانيو ترمیم چارې بشپړې شوې
د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په بېلابېلو سيمو کې د ۱۸ مدرسو او ښوونځیو د ترمیم چارې د نږدې پنځه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.

د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په بېلابېلو سيمو کې د ۱۸ مدرسو او ښوونځیو د ترمیم چارې د نږدې پنځه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.

فراه کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د یوې مېرمنې په ګډون درې کوډکر او درې شرابجوړونکي نیول شوي دي.
د فراه د امربالمعروف او نهېعنالمنکر رییس عبدالحمید صمیم وايي چې دغه کسان پرون سهشنبه، لیندۍ څلورمه، د بالابلوک او پشتکوه ولسوالیو کې نیول شوي دي.

د کندهار کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۴کال کې له دغه ولایت څخه ۲۹زره او ۷۸۴ ټنه انځر بهرنیو بازارونو ته صادر شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېرکال یوازې ۱۳زره او ۲۰۶ ټنه انځر صادر شوي وو. د دې شمیرو له مخې، سږکال د انځرو صادرات ۱۶زره او ۵۷۸ ټنه زیات شوي دي.

سمنګان کې د نومبر دویمې له زلزلې وروسته ګڼشمېر کورنۍ سرپناه نهلري او دامهال خیمو کې ژوند کوي. د سمنګان فیروزنخچیر ولسوالي کې د وروستۍ زلزلې پرمهال اغېزمن شوي خلک وايي چې اساسي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نهلري او د ژمي په رارسېدو سره یې روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د سمنګان په فیروزنخچیر ولسوالي کې له شوې زلزلې ژوندي پاتې کسان وايي چې د سړې هوا، ناروغیو، ککړچاپېریال او نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
په ورته مهال د سړې په هوا په زیاتېدو سره یاده سیمه کې موسمي ناروغي زیاتې شوي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

د بلخ د شولګرې او کشندې زلزلهځپلي وايي، سره له دې چې د خپلو ناروغانو د درملنې توان نهلري، خو اړ دي چې ناروغان د درملنې لپاره مزارشریف ښار ته یوسي. رمضان او نذیر چې د زلزلهځپلو له ډلې دي، له حکومته غواړي چې په دغو ولسوالیو کې د روغتیایي خدمتونو کچه لوړه کړي او د خلکو اساسي اړتیاوې پوره کړي.

هغه لیکلي: «د پاکستاني پوځيانو دغه ډول جنایتنه يوازې دا چې کومه لاستهراوړنه نه ده، بلکې يو ځل بيا ثابته شوه چې د غلطو معلوماتو پر اساس اقدام د وضعيت له لا ترينگلتيااو د پاکستان د پوځي رژیم له رسوایې او ناکامي پرته بله پايله نه شي لرلای.»

حکیمشاه او ۹ کسیزه کورنۍ یې دامهال له خپل نړېدلي کور او کلي شل کیلومتره لرې، نورو زلزلهځپلو سره یوځای داسې یوه دښته کې تر خیمو لاندې ژوند کوي چې د څښاک اوبو په ګډون، د ژوند هېڅ ډول اسانتیاوې نهلري.
د هغه یوه کمعمره یوه کلن لمسي وړمه شپه د سرپناه نهشتوالي او سړې هوا له امله ژوند بایللی دی.

کندهار کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمو کې د ۴۸زره امریکايي ډالرو په ارزښت د درېوو چکډېمونو د جوړولو چارې پیل شوې.
دغه چکډېمونه د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د ملګروملتونو د کرنې او خوراک نړیوال سازمان په تخنیکي همکاري جوړېږي.

«نیوکاسل» ناروغي د الوتونکو او بیا په ځانګړې توګه د چرګانو ترمنځ یو له خطرناکو ویروسي ناروغیو څخه شمېرل کېږي چې په دې وروستیو کلونو کې د کندوز د چرګانو په فارمونو کې په زیاته اندازه خپره شوې ده.
دا ناروغي په چټکۍ د خپریدو ترڅنګ کولای شي، په لنډ وخت کې د چرګانو فارمونو ته په لوړه کچه زیان ورسوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خوست، کونړ او پکتیکا د پاکستان هوایي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.
حامد کرزي نن سهشنبه، نومبر۲۵مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دغو بریدونو کې ښځې او ماشومان شهیدان شوي دي.

د اسلامي امارت چارواکي وايي چې بېګاه شپه په خوست کې د پاکستان هوايي بریدونو له امله لس کسان شهیدان او څلور نور ټپیان شوي

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د سیاسي، نوښت، او پوهې برخې مشر پیټر چوهدري ویلي چې افغانان د بېرته میلیونونو ستنېدونکو د جذب لپاره له اقتصادي رکود، اقلیمي بدلون ټکانونو او وروستیو زلزلو له کبله له جدي ننګونو سره مخ دي.

د پکتيکا ولايتي مسوږلان وايي چې په بېلابېلو ولسواليو او سيمو کې د يادګار څلي يا منارونه جوړوي چې د تېرو شلو کلونو پرمهال د بمبارونو، چاپو او بريدونو پرمهال پهکې په ډليز ډول ملکي خلک او د اسلامي امارت غړي په «شهادت» رسيدلي دي.

د العربیه خبري شبکې راپور ورکړی چې د اسراییلو پوځ نن دوشنبه، د نومبر د خانیونس د ښار ختیځ سیمې د راکټ ډزو سره سم بمبار کړي دي.
راپور وايي، اسرائیلي جنګي الوتکو په غزې پټې د رفح ښار په جنوب هم حملې ترسره کړې.

د ټولګټو وزارت وايي، په تېره اوونۍ کې له افغانستان څخه د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۴۷زره او ۱۹۴ متریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
د دغه وزارت ویاند، محمداشرف حقشناس، نن دوشنبه (د لیندۍ ۳مه/ د نومبر ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاد توکي د لړم له ۲۳مې تر ۲۹مې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د مختلفو مسیرونو له لارې انتقال شوي دي.