
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير: هېوادوال بايد د هېچا تر تبليغاتو لاندې رانشي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير شېراحمد حقاني پکتيا کې د نښتر په نوم د يو ادبي بهير له لوري د «ازادۍ اتلان» په نوم د ليکل شوي کتاب د مخکتنې په غونډې کې خبرې کولې وويل چې ځوانان او په ټوله کې افغانان بايد د هېچا تر منفي تبليغاتو لاندې رانشي او يوازې اسلامي فکر او احکام ومني.














