
غوښتل یې حافظه شي؛ رمضاني: لور مې هره شېبه راته یادېږي
د سمنګان د خُلم ولسوالي د «حاجيکریم» کلي اوسېدونکی ۵۲کلن رمضاني هغه پلار دی چې له ۲۳ ورځو وروسته لاهم د خپلې ځوانې لور نصیرې په وېر ناست دی.
ده سره داسې مهال مخ کېږو چې د نږدې یوې میاشت ورځې وړاندې زلزله کې د خپلې شهیدې شوې لور له قبر راستون شوی دی.














