
د سلاموطندار موندنې؛ کونړ کې زلزلهځپلي رواني او روغتیايي ناورین سره مخ دي
د وږي نهمه، د یکشنبې ورځ د ۶.۲ ریښتر په درجې زلزلې د کونړ ډېری برخې ولړزولې چې د شته معلوماتو له مخې، په دې زلزله کې شاوخوا ۲۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او څه باندې څلور زره نور ټپیان شول او ترڅنګ یې، ۸۰۰۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.
سلاموطندار له دې پېښې درې میاشتې وروسته، روغتیايي وضعیت ارزونې او روغتیايي خدمتونو ته د زلزلهځپلو د لاسرسي کچې ارزونې په اړه ۱۰۶۱ کورنۍ په څوکۍ ولسوالي کې سروې کړې دي.














