غلام‌خان بندر کې په ۲۱میلیونه افغانۍ کمېسارۍ ته ودانۍ جوړه شوه

د خوست د غلام‌خان بندر کې د کمېسارۍ لپاره د ۲۱میلیونه افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې‌اخيستنې ته سپارل شوې.

د یاد ولايت مسوولان وايي «پنج‌شنبه، غويي۲۷» غلام‌خان بندر کې يې کمېسارۍ لپاره دوه پوړیزه ودانۍ جوړه کړه چې په عصري او مجهز ډول رغول شوې.

دایکندي ۱۰۵ زده‌کوونکې او ښوونکې مسمومې شوي

د دایکندي محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د نجونو یوه ښوونځي کې ۱۰۵زده‌کوونکې او یوشمېر ښوونکې مسمومې شوې دي.

دغه نجونې د ګېتي ولسوالي د تمران سیمې په «دشت‌نخود» ښوونځي کې « پنج‌شنبه، غويي ۲۸مه» مسمومې شوې دي.

د افغان او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته؛ ډنډپټان کې پنځه ملکیان وژل شوي

یوې حکومتي سرچیڼې سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه «جمعه، غويي۲۷مه» ډنډپټان ولسوالي کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستان ملېشو ترمنځ يو ځل بيا سخته جګړه شوې.

د سرچینې په وینا، جګړه د شپې شاوخوا يوه بجه رامنځته شوې چې پنځه ساعته يې دوام کړی دی.

د جاوشېنګ او عبدالکبیر لیدنه؛ چین به نړیوالو غونډو کې له ا.ا ملاتړ وکړي

کابل کې د چین سفیر جاوشینګ د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر سره لیدنه کې له هغه غوښتي چې د ترانس همالیا غونډه کې ګډون وکړي. محمدعبدالکبیر سره له دې چې ترانس همالیا غونډه کې د ګډون او نه‌ګډون په اړه څه نه دي ویلي، خو د سیمې پرمختګ او ثبات اړوند مسایلو کې یې د سرپرست حکومت پر فعاله ګډون ټینګار کړی دی.

لوګر کې د کتابونو او هنري اثار یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د لوګر ولایت په مرکز پل‌ علم ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتابونو، تاریخي او هنري اثارو یو ورځنی نندارتون  جوړ شو.

په جوړ شوي نندارتون کې زرګونه ټوکه دیني، سیاسي، ادبي، ټولنیز او معلوماتي کتابونه، تاریخي او هنري اثار نندارې ته وړاندې شول.

غور کې یو‌شمېر مېرمنې د «ملا او مفصلونو» له درد کړېږي

غور کې یو‌شمېر هغه مېرمنې چې د «ملا او مفصلونو» له درد کړېږي، وايي، که څه هم ډاکټر ته یې مراجعه کړې، خو کلونه کېږي چې له دې ناروغي خلاصون نه‌لري.

۳۵کلنه خورشید چې د ملا او پښو له درد کړېږي، سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي چې په وار وار یې د یادې ناروِغي درملنې لپاره ډاکټر ته ورغلې، خو اوس هم له دې ناروغي کړېږي.

ډبلیو‌اېچ‌او: د افغانستان سېلاب‌ځپلې سیمې ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته اړتیا لري

د ملګروملتونو د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د افغانستان سېلاب‌ځپلو سیمو کې زیانمنې شوې کورنۍ د ښځینه روغتیايي کارکوونکو خدمتونو ته اړتیا لري. تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد یوې خبري غونډې ته ویلي و، افغانستان د ښځینه ډاکټرانو کمښت سره مخ دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشري «تاتارستان» ته تللی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي چې د یاد پلاوي مشري پر غاړه لري، د «روسیې او اسلامي نړۍ» د ۱۵مې اقتصادي ناستې په څنډه کې به افغانستان کې د پانګونې جلبولو لپاره د ځینو هېوادونو پلاویو او سوداګرو سره هم لیده‌کاته ولري.

میدان‌وردګ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵کلنه دښمني هواره شوه

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالي کې د «دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه» دښمني د یاد ولایت چارواکو ، علماو او قومي مشرانو په منځګړیتوب هواره شوه. غونډه کې محمدامین او عبدالغفار کورنیو غړیو یوه او بل ته بښنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له نن څخه وروسته به د دښمني پر ځای دوستي پالي.

امریکا او پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې هوکړه کړې

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ننګونو او نارضایتیو له دوام سره هم‌مهاله، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په برخه کې یې امریکا سره هوکړه کړې.

د یادو ادعاو په غبرګون کې د افغانستان سرپرست حکومت مسوولانو تل د پاکستاني چارواکو دغه ادعاوې رد کړي دي.

د هېواد په څلور ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

د هېواد په غور، غزني او پنجشېر ولایتونو کې مطالعې او کتاب لوستلو ته د ځوانانو د هڅونې په موخه د کتاب اوونۍ او مطالعې په نوم د «کتابونو نندارتونه» جوړ شول.

د یادو ولایتونو محلي مسوولان وايي، دغه نندارتونونه چې په‌کې زرګونه ټوکه بېلابېل کتابونه نندارې ته کېښودل شوي، نن سه‌شنبه، غويي ۲۵مه جوړ او دوه ورځې به دوام وکړي.

لوګر کې د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پیل شوې

د لوګر سیندیزې حوزې ریاست چارواکي وایي چې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د دغه ولایت په ازرې ولسوالي کې یو چکډېم جوړېږي.

د دغه ولایت د سیندیزې حوزې ریاست مسلکي سلاکار انجینیر فضل‌الرحمن عمرزي سلام‌وطندار ته وویل، د ازرې ولسوالي په «پنځو کڅ» سیمه کې د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پیل شوې. نوموړي زیاته کړه په تېرو څو کالونو کې ازرې ولسوالۍ ته د بیارغونې او پرمختګ برخه کې هېڅ پاملرنه نه‌ده شوې.

د غور «هریرود سیند» ته د موټر لوېدو له امله دوه کسان مړه شوي

غور کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت «هریرود سیند» ته د یوه پلانکوچ ډوله موټر د لوېدو له امله دوه کسان مړه شوي دي.

پېښه بېګاه شپه د فیروزکوه ښار د دره قاضي په نوم سیمه کې رامنځته شوې. د غور امنیتي مسوولانو د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي او د سړک خرابوالی په ګوته کړی دی.