بدخشان کې له وزګارتیا د ځوانانو شکایت؛ د کار ریاست: د بې‌کاري کچه ټیټه شوې

د بدخشان یوشمېر ځوانان دغه ولایت کې د کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې کاري فرصتونه ورته برابر کړي.

عبدالرحمن بدخشي چې د اقتصاد له پوهنځي فارغ شوی، سلام‌وطندار ته وویل، د کار موندلو لپاره یې حکومتي او خصوصي ادارو ته مراجعه کړې؛ خو تراوسه نه‌دی توانیدلی چې کار پیدا کړي.

هلمند کې د کبانو روزنې فارمونو شمېر ۳۰۰۰ ته لوړ شوی

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، د مرکز لښکرګاه په ګډون په مارجې، نوزاد، کجکي، نادعلي، ناوه او نهرسراج ولسوالیو کې د کبانو روزنې ۳۰۰۰ فارمونه جوړ شوي دي. هلمند کې د کبانو روزنې یو‌شمېر فارم‌لرونکي وايي چې له خپل کاروباره خوښ دي او په وینا یې، حکومت دې په کوردننه د کبانو تولید او روزنې لپاره هڅې پیل کړي.

بامیان کې د «۱۵» جوړو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول

د بامیان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې موسسې په مرسته «۱۵» بې‌وزله نجونې او هلکان چې د واده لګښت یې نشوای برابرولی، د ډله‌ییز واده مراسم جوړ شوي دي.

د ډله‌ییز واده دغه مراسم تېره ورځ د «کوثر‌القران» موسسې په مالي لګښت جوړ شوي و چې د یاد ولایت والي او نورو چارواکو هم په‌کې ګډون کړی وو.

د م.م د سرمُنشي سیاسي مرستیالې دوحې غونډه کې ا.ا ته د ګډون بلنه ورکړې

د ملګروملتونو د سرمنشي سیاسي مرستیالې روزمیري دیکارلو کابل ته د خپل سفر پرمهال د سرپرست حکومت له یو‌شمېر چارواکو سره لیدلي دي.

د ارګ له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړې د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر سره د لیدنې پرمهال افغانستان کې د ځینو پرمختګونو له امله خوښي څرګنده کړې.

هلمند کې سېلابونه؛ نږدې دوو میاشتو کې ۲۸کسان مړه او ۴۹ ټپیان شوي

هلمند کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د نږدې دوو میاشتو پرمهال د شویو اورښتونو او له امله یې د راوتلیو سېلابونو له امله ۲۸کسان مړه او ۴۹ نور ټپیان شوې دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال شېرمحمد وحدت سلام‌وطندار ته وویل، دغه کسان د تېرو ۵۰ ورځو پرمهال مرکز لښکرګاه ښار او ۱۸ولسوالیو کې مړه او ټپیان شوې دي.

کانونو وزارت: بهرنیو شرکتونو د افغانستان پر کانونو ۷میلیارډ ډالر پانګونه کړې

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته د چین، ایران، ترکیې، قطر او انګلستان شرکتونو د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت د افغانستان په اتو لویو کانونو کې پانګونه کړې. د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري وايي، د هېواد په کانونو کې پانګونه د افغانستان د اقتصادي ودې لامل کېدای شي.

غزني کې د ښوونیزو مرکزونو د زده‌کوونکو شمېر ۷۰سلنه کم شوی

غزني کې د یوشمېر خصوصي ښوونیزو مرکزونو مسوولان سلام‌وطندار ته وايي، دغو مرکزونو کې د زده‌کوونکو شمېر له ۵۰ تر ۸۰ سلنې کم شوی دی.

غزني کې د یوه ښوونیز مرکز مسوولان حمیدشاه وايي چې د پخوا په پرتله دغه ولایت کې د زده‌کړو لپاره د زده‌کوونکو انګېزه هم کمه شوې او دې چارې پر نورو زده‌کوونکو هم منفي اغېز کړې.

هلمند کې د تېرکال په پرتله سږکال د شفتالو د حاصلاتو د ډېروالي اټکل شوی

د هلمند کرنې ریاست وايي، د تېرکال په پرتله دغه ولایت کې د «شفتالو» په کرکېله او حاصلاتو کې ډېروالی راغلی.

د دوی په وینا، تېرکال د هلمند پر ۲۷۶ هکتاره ځمکه شفتالو کرل شوي وو چي۳۳۶۷۲ ټُنه حاصل ترې ټول شوې وو. د دغه بڼوالو په وینا، که یې حاصلاتو ته بازار پیدا شي، له خپلي بڼوالۍ څخه کلنۍ ګټه‌وټه به یې دوه برابره شي.

لوګر کې پر ۱۰۰ بې‌وزله مېرمنو چرګانې وېشل شوي

د لوګر د اقتصاد ریاست چارواکي وایي چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د «NAWA» موسسې په مالي ملاتړ له ۱۰۰بې‌‌وزله مېرمنو سره د چرګانو مرستې شوې دي.

د یاد ولایت د اقتصاد ریاست مطبوعاتي مسوول جلیل‌الرحمن ستانکزي سلام‌وطندار ته وویل چې دغه مرسته د بره‌کي برک، محمداغې او څرخ ولسوالیو پر ۱۰۰ هغو مېرمنو وېشل شوې چې خورا بې‌وزله دي.

لوګر کې ۲۲ مزايل او ۱۰۰ ثانیه سوز نيول شوي

د ۲۰۳منصوري قولي اردو اړوند څلورمې پلې لېوا چارواکي وايي، کشفي او استخباراتي ځواکونو د لوګر په محمداغې ولسوالي کې ۲۲ مزايل مرمۍ نيولي دي.

د څلورمې پلې لېوا مطبوعاتي مسوول نوروز ځلاند سلام‌وطندار ته وويل، کشفي او استخباراتي ځواکونو بېګاه شپه د محمداغې ولسوالي په «سرخ‌اب» سیمه کې لرې واټن ویشتونکي ۲۲ مزايل مرمۍ او سل متره ثانيه سوز نيولي دي.