کابل د پنځه ولایتونو په کچه د «بوکسېنګ» سیالیو اتلولي وګټله

د لوګر د بدني روزنې او سپورت ادارې چارواکي وایي، د بوکسېنګ عمومي فدراسیون سره په همکاري د دغه ولایت په کوربه‌توب د پنځه ولایتونو په کچه د بوکسېنګ یوه ورځنۍ سیالي جوړې شوې وې چې د کابل په اتلولي پای ته ورسېدې. یادې سیالي پل‌علم کې د کابل، ننګرهار، خوست او پکتیا ولایتونو ترمنځ جوړې شوې وې.

هېواد کې د درېوو ورځو پرمهال د سېلابونو له امله ۲۱کسان مړه او ۱۹ ټپیان شوي

پیښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي چې د تېرو درېوو ورځو پرمهال د هېواد په ۷ ولایتونو کې د اورښتونو له امله سېلابونو د  ۲۱ کسان ژوند اخیستی او ۱۹ نور ټپیان دي. د وروستيو سېلابونو له امله يوشمېر زيانمنې شوې کورنۍ وايي، د سرپرست حکومت له لوري ورسره تراوسه مرستې نه‌دي شوي.

د هرات-بلخ ترمنځ د مسافروړونکو موټرو نمایندګي پرانېستل شوه

هرات کې چارواکي وايي چې د «بلخ-هرات» ترمنځ مسافرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د مسافروړونکو موټرو نمایندګي پرانېستل شوه.

د یاد ولایت د ځمکني ټرانسپورټ ریاست اداري او مالي امر عبدالحنان سنګري سلام‌وطندار ته وايي، د موټرو دغه نمایندګي یې له ایران دغه ولایت ته راستنېدونکو افغانانو ته د اسانتیاو لپاره جوړه کړې.

لوګر کې له روغتون غلا شوی ماشوم بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو

د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وایي، د څرخ ولسوالي له روغتون څخه هغه نوی زېږېدلی ماشوم یې بېرته خپلې کورنۍ ته سپارلی چې غلا شوی و

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، امنیتي ځواکونو دغه ماشوم له غلا څو ساعته وروسته، د څرخ ولسوالۍ په «پنګرام» کلي کې له یوه کوره پیدا او بېرته یې خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.

د پاسپورټ رییس د ځمکو اړوند لاریونونو وضاحت لپاره مشرتابه ته غوښتل شوی

دغه ریاست نن دوشنبه، غبرګولي اوومه پر خپله اېکس‌پاڼه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د نوموړي ترڅنګ د کورنیو او دفاع وزارتونو مسوولان هم د دې موضوع د وضاحت په تړاو مشرتابه ته غوښتل شوې دي. خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د پاسپورټ عمومي ریاست چارې په عادي توګه روانې دي.

پکتیکا کې د خلکو په لګښت په درې میلیونه افغانۍ ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

د پکتیکا په یوسف‌خېلو ولسوالي کې د سیمې خلکو په شخصي لګښت د «خوشحال بابا» په نوم لېسې کې د يوې نوې ودانی د جوړېدو چارې پيل شوې.

د پکتیکا مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ليکل شوي چې «يک‌شنبه، غبرګولي شپږمه» د یوسف‌‌خېلو ولسوالي اوسېدونکو له‌خوا په درې میلیونه افغانيو دغه ښوونځي کې د یوې بلې نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.

بدخشان کې سېلاب د یوې کورنۍ د «۱۰» غړو ژوند واخیست

بدخشان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وايي چې تېره شپه د دغه ولایت مرکز کې د سېلاب له امله د یوې کورنۍ لس غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سېلاب د فیض‌اباد ښار په «مورچک» کلي کې بېګاه شپه «شنبه، غبرګولي پنځمه» راوتلی دی.

د تورغونډۍ کمیسار: د دې بندر له لارې د سوداګرۍ کچه لوړه شوې

د تورغونډۍ د کمیسارۍ مشر حضرت‌اغا نن یکشنبه، غبرګولې شپږمه سلام‌وطندار ته وویل، پخوا به د ورځې له سلو تر ۲۵۰ باروړونکي موټر د تورغونډۍ بندر له لارې هېواد ته دننه کېدل، خو اوس د ورځې تر ۵۵۰ باروړونکي موټر هېواد ته دننه کیږي چې تېر ته په پرتله زیاتوالی ښيي.

د افغانستان بانک یو پلاوی مالیزیا ته تللی

د افغانستان بانک وايي چې د دغه بانک یو پلاوی د نړیوال اسلامي اقتصادي او مالي فورم په کلني نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره مالیزیا ته تللی دی.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي، ټاکل شوې دغه پلاوی د دوشنبې او سه‌شنبې پر ورځو د اسلامي اقتصادي او مالي فورم په کلني نړیوال کنفرانس کې چې په مالیزیا کې جوړېږي، ګډون وکړي.

د ای‌پي‌اېل پای‌لوبه؛ حیدراباد که کلکته؟

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن د یاد لیګ په پای‌لوبه کې سنرایزرز حیدراباد لوبډله له کلکته نایټ‌رایډرز سره لوبېږي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن یکشنبه، مې ۲۶مه د هند د چینای په «ام‌اې چېډام‌بارام کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي. دواړه لوبډلې له دې وړاندې په لومړۍ کوالېفایر لوبه کې د یوه بل پر وړاندې لوبېدلي چې کلکته نایټ‌رایډرز په‌کې بریا خپله کړه.

مجاهد: داعش مات شوی او د تېښتې په حال کې دی

د امریکا ولسمشر جوبایډن خپلو تازه څرګندونو کې افغانستان د امپراطوریو هدیره بللې او ټینګار یې کړی چې افغانان به هېڅ کله هم سره یوموټي نه‌شي.

ولسمشر جوبایډن دغه څرګندونې تېره ورځ د کینیا ولسمشر ویلیام روټو سره په یوه ګډه خبري ناسته کې کړې دي. هغه په دې غونډه کې همداراز ویلي چې د داعش کنټرولولو لپاره د افغانستان له اشغال پرته نورې لارې‌چارې هم شتون لري.

د غزني ولایتي روغتون کې د خدمتونو کچې له ټیټوالي د خلکو شکایت

د غزني یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت، په ولایتي روغتون کې د «ماشومانو ناروغۍ درملنې» برخه کې د ډاکټران د کمښت له امله له ستونزو سره مخ شوې دي.

دوی وايي، اړ دي چې د خپلو ناروغانو درملنې لپاره خصوصي روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.

غزني کې د لاسي‌توکو پلورونکي: د پلور کچه مو ۵۰سلنه کمه شوې

غزني ښار کې د سړک پر غاړو د لاسي توکو یوشمېر پلورونکي وايي، کاروبار یې کمرنګه شوی او نه‌شي کولای، د خپلو کورنیو اړتیاوې برابرې کړي.

د دوی په وینا، د پخوا په پرتله يې عوايدو کې پنځوس سلنه کموالى راغلى. ۵۰کلن امام‌الدین چې د اته کسیزې کورنۍ سرپرستي ورپر غاړه ده، وايي، د کار بازار کمرنګه‌ کېدو له امله په دې ورځو کې د خپلې کورنۍ د ژوند لګښتونه نه‌شي برابرولی.