
لوګر کې د هاوان سرګلولې چاودنې له امله یو ۱۵ کلن ځوان وژل شوی
د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وایي چې نن یکشنبه ( ۱۳غبرګولي) مرکز پلعلم ښار اړوند «کارت مامورین» سیمه کې د هوان سرګلولې د چاودنې له امله یو تنکی ځوان وژل شوی دی.

د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وایي چې نن یکشنبه ( ۱۳غبرګولي) مرکز پلعلم ښار اړوند «کارت مامورین» سیمه کې د هوان سرګلولې د چاودنې له امله یو تنکی ځوان وژل شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ایران په مشهد ښار کې یې افغان جنرل قونسل «عبدالجبار انصار» له دندې ګوښه کړی او لاسلیک یې اعتبار نهلري.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکسپاڼه لیکلي چې نوموړی د ریاستالوزرا د حکم پر بنسټ له دندې ګوښه او کابل ته غوښتل شوی دی.

هرات کې د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت دا مهال له ۲۶کانونو د استخراج چارې روانې دي چې نږدې راتلونکې کې به څلور نورې سترې پروژې هم پیل شي.
د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست د تفتیش امر عنایتالله امیني وايي، نږدې راتلونکې کې به څلور پروژې له هغې ډلې، د سمنټونو پروژه، د غوریان اوسپنې کان بلاکونو، د پشتون زرغون اوسپنې کان او د ډبرو سکرو اړوند پروژې پرانېستل شي.

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د پوهنې وزارت او د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې /UNICEF له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د ۲۲ ښوونځيو ودانۍ بیارغول کېږي.

فاریاب کې یوشمېر صنعتکاره ښځو د خپلې سوداګرۍ د ودې او ښه عاید ترلاسه کولو په موخه، د توکو انلاین پلور ته مخه کړې.
دوی وايي، له انلاین پلور وروسته یې د لاسي صنایعو د پلور کچه لوړه شوې. مونسه قاريزاده چې ۴۵ نجونو ته یې د خیاطۍ زدهکړه ورکړې، سلاموطندار ته وویل، د انلاین پلور له لارې هغه او نجونې ښه عاید ترلاسه کوي.

د یادو ۶۶ نارینه او ښځینهوو له ډلې یې ۵۵کسانو ویلي، ټکنالوژۍ څخه استفادې یې د ژوند کیفیت ښه کړی. دغه ۵۵کسان چې ۳۱ښځې او ۲۴نارینه دي، وايي، له ټکنالوژۍ استفاده یې، د ګډ ژوند پر اړخونو مثبت اغېز کړی. سلاموطندار له ۶۶ ښځو او نارینهوو سره مرکې کړي چې موندل شوې، د ډېرو ګډ ژوند له ټکنالوژۍ څخه د استفادې له امله ښه شوی.

د ننګرهار ولایت مقام پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه ولایت مومند درې ولسوالي کې سیند کې د کښتۍ ډوبېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان مړه شوې دي.
ولایت مقام همداراز لیکلي، پېښه نن شنبه، غبرګولې دولسمه سهار شاوخوا اووه نيمې بجې په سيند کې د يوې جنراتوري کښتۍ د ډوبېدو له امله رامنځته شوې.

د ښځو حقونو او ټولنیزې پراختیا ته په پام کوچۍ مېرمنې او نجونې لاهم د ژوند له بېلابېلو ننګونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. فقر، په کم عمر کې واده، ښوونیز او روغتیايي خدمتونو ته نهلاسرسی، نورې هغه برخې دي چې کوچۍ مېرمنو او نجونو ته یې ژوند سخت کړی دی.

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د شویو اورښتونو له امله راوتلیو سېلابونو د هستوګنې ګڼ کورونه نړولي او د عامو سړکونو او لویولارو په ګډون یې بنسټیزو زېرمو ته هم سخت زیانونه رسولی دی.

د افغانستان بانک په یوې خبرپاڼه کې له خلکو غوښتنه کړې چې له هغو صرافانو سره د پیسو لېږدرالېږد «مبادلې او حوالې» له معاملاتو ته ډډه وکړي چې د فعالیت جواز نهلري.
د افغانستان بانک خبرداری ورکړی، که بېجوازه صرافان خپلې غیرقانوني کړنې ونهدروي، قانوني چلن به ورسره وکړي.

لوګر کې د پلعلم ښاروالي چارواکي وایي چې په تېر یوه کال کې یې د شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه رغنیزې پروژې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارلي دي. سعید زیاتوي، دغه پروژې د پلعلم ښاروالي د پراختیایي بودیجې له لوري د شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت بشپړې او ګټېاخیستنې سپارل شوي دي.

د ننګرهار د جلالاباد ښار یوشمېر اوسېدونکي وایي چې ښار کې د ګڼېګوڼې له امله ډېری وخت خپلو کارونو ته پر وخت نهشي رسېدلی او له حکومت غواړي چې د ښار پراخېدو ته پاملرنه وکړي. د دوی په وینا، ښاروالي او اړوند ادارې دې د ښار او سړکونو پراخولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او واټونه، سړکونه او د پلي تګ لارې دې په معیاري توګه ورغول شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د بامیان د یکاولنګ ولسوالي د «ګنده کوتل» سیمې د ۲۰زره ټُنه جستو تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک کړ.
دغه تړون چې ارزښت یې اووه میلیونه او ۸۰۰زره ډالرو ته رسېږي، نن چهارشنبه، غبرګولي نهمه کابل کې د کانونو او پټرولیم وزارت او د یاد شرکت د استازي ترمنځ لاسلیک شو.

د دغه بند جوړېدو پيل مراسمو ته د بند تخنیکي مسوول عصمتالله نثار وویل، دغه بند د ولسي خلکو له لوري د سېندیزې حوزې ریاست سره په همغږي د پنځه میلیونه افغانیو په مالي لګښت د راتلوونکو شپږو میاشتو په ترڅ کې جوړېږي.

د مالکیت حق د فردي حقونو له ډلې دی چې هر انسان پورې تړاو لري او جنسیتي او نور توپیرونه نهشي کولای چې یو انسان له دې حق محدود او محروم کړي. خو د مخ پر ودې هېوادونو کې د ښځو مالکیت حق له خنډونو او ستونزو سره مخ دی.
د دې څېړنې بنسټییزه موخه افغانستان کې د مالکیت حق ته د ښځو لاسرسي کچې معلومول دي.

هلمند کې د لښکرګاه ښاروالي مسوولان وايي چې روان ۱۴۰۳کال کې به د مرکز لښکرګاه ښار په بېلابېلو سیمو کې د ۸۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۴ پروژې پلې کړي. د لښکرګاه ښاروالي د عامه اړیکو مسوول محمدابشار سلاموطندار ته وویل، ۱۴۰۳کال کې پلان لري چې ۱۴پروژې پلې کړي.