
هرات کې په ۱۵ میلیونه افغانیو زلزلهځپلیو ته ۳۰ کورونه جوړ شول
هرات کې مسوولان وايي چې د دغه ولایت په زندهجان ولسوالي کې زلزلهځپلیو ته د هستوګنې ۳۰ کورونه وسپارل شول.
دغه کورونه چین او ترکیه کې د مېشت افغانانو په مالي لګښت او د هرات د انار درې د اوسېدونکو د شورا په همکاري جوړ او سهشنبه، غبرګولي ۲۲مه زلزلهځپلیو ته وسپارل شول.














