
افغان ښځې: زموږ پر سپورټ لګېدلیو محدودیتونو پر اروايي ناروغیو اخته کړې یوو
له ۲۱ ښځو سره د سلاموطندار د مرکو موندنې ښيي چې د افغان ښځو پر سپورټ لګيدلي محدودیتونه او د هغو لپاره د پارکونو او کلپونو تړل کېدو دغه ښځې پر اروايي ناروغیو اخته کړې دي. د ۲۱ ښځو له ډلې ۱۷ هغو ویلي چې پر اروايي او څلورو نورو بیا ویلي چې پر جسمي، لکه شکر، د ملا ډېسک او پښو درد باندې اخته شوې دي.














