د افغانستان د کرېکټ بابا «رضاخان کاکا» ومړ

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې مینه‌وال او د «کرېکټ بابا» رضاخان کاکا د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

رضاخان کاکا له نږدې یوې اوونۍ راهیسې د ورپېښې ناروغۍ له امله روغتون کې بستر و او سه‌شنبه، جولای دویمه، د همدې ناروغۍ له امله ومړ. د کرېکټ ګڼ‌شمېر مینه‌والو او لوبغاړو ترڅنګ د افغانستان کرېکټ د نوموړي د مړینې له امله خواشیني ښودلې.

لوګر کې په ۳۶ میلیونه افغانۍ یوه روغتیايي مرکز ته ودانۍ جوړېږي

د لوګر محمداغې ولسوالي په «زرغون ښار» سیمه کې د ملګروملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان (UNHCR) له لوري یوه روغتیایي مرکز ته د ۳۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ودانۍ جوړېږي. هغه زیاته کړه چې د یادې ودانۍ له جوړېدو سره به د روغتیايي کارکوونکو او د زرګونه ناروغانو ستونزې هوارې شي.

اوزبکستان کې د افغانستان کورنیو محصولاتو نندارتون پرانېستل شو

د افغانستان د کورنیو محصولاتو او تولیداتو نندارتون نن «سه‌شنبه، چنګاښ ۱۲مه» د اوزبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پرانېستل شو چې تر راتلونکې جمعې به دوام وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د خصوصي سکټور د یوه پلاوي په مشرۍ دغه نندارتون کې د ګډون په موخه اوزبکستان ته تللی دی.

تخار کې بزګران: د «انلاین مشورې ورکولو مرکز» مو ۷۰سلنه ستونزې حل کړي

د تخار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست بزګرانو ته د اسانتیاوو او مشورو ورکولو په موخه د انلاین مشورې ورکولو مرکز فعال کړی چې له دې لارې غواړي د بڼوالو ستونزې حل او مشورې ورکړي.

تخار کې چارواکي وايي، د مرکز په اړه د کروندګرو په خبرولو کې د جوماتونو امامانو او تبیلغاتي پاڼو ورسره مرسته کړې

ګردېز کې په ۴۹زره ډالرو د لاسي‌توکو پلورونکو ته ۹۰ غُرفې کېښودل شوې

پکتیا کې د ګردېز ښاروالي مسوولان وايي چې ګردېز ښار کې يې د لاسي توکو پلورونکو  د فعالیت او ښاري بې‌نظمیو مخنیوي په موخه ۹۰ غرفې کېښودې دي.

ګردېز ښاروال حبيب‌الرحمن منصور وايي چې يادې غرفې د ملګروملتونو د بشري هستوګن‌ځايونو ادارې «UN-HABITAT» له‌خوا جوړې شوې چې ۴۹زره امريکايي ډالره لګښت پرې راغلی دی.

د کار وزارت څلور ملي او نړیوالو بنسټونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي چې د څه باندې درې میلیونه افغانیو په ارزښت یې، څلور ملي او نړیوالو بنسټونو سره د همکارۍ اته هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړې دي.

د یاد وزارت ویاند  سمېع‌الله ابراهیمي وايي چې د دې هوکړه‌لیکونو په لاسلیک‌کېدو سره به هېواد کې شاوخوا ۷زره کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شي.

د افغانستان بانک سبا «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې سبا «سه‌‌شنبه، چنګاښ ۱۲مه» به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (دو‌‌شنبه، د چنګاښ ۱۱مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا سه‌شنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو او څه باندې ۲۰ هېوادونو د استازیو غونډه

د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه نن یکشنبه په سیمه‌ییز وخت د ماښام په ۶:۴۵ د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب پیلېږي.
په دې غونډه کې چې مشري یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمیري ډي‌کارلو کوي، د ا.ا پلاوی او د ملګرو ملتونو د استازیو تر څنګ، د څه‌نا‌څه ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.

د المان سوسیال ډیموکرات ګوند کابل کې د خپل سفارت پرانېستلو غوښتنه کړې

د المان د سوسیال ډیموګراټ ګوند ویاند نېلز شمیډ د «ټاګس شپېګل» ورځ‌پاڼه له‌خوا په خپره شوې یوې مقاله کې له سرپرست حکومت سره د المان اړیکو نیولو پر اړتیا ټينګار کړی دی.

د المان د ډیموګراټ سوسیال ګوند د اوسني لومړي وزیر اولف شولز په مشري د دې هېواد واکمن ګوند دی.

نبي عمري: له هېواده بهر سیاسي څېرې د افغانانو استازیتوب نشي کولی

د کورنيوچارو وزارت لومړی مرستيال محمدنبي عمري وايي چې په اروپايي هېوادونو کې غونډه کوونکي سياسي څېرې د افغانانو استازيتوب نه‌شي کولی.

نوموړي دغه څرګندونې د خوست لپاره د نوي ګومارل شوي والي د معرفي مراسمو کې کړي. هغه ټينګار وکړ چې حکومت پر هېواد بشپړ واکمن دی او مخالفینو ته به د ناامنۍ اجازه ورنه‌کړي.

۲۰ځوانانو سره د سلام‌وطندار مرکې؛ ډېرو یې د مالي خپلواکي له امله پرمختګ کړی

مالي خپلواکي چې د ژوند بنسټ‌ییزو اړتیاو لپاره مهم بلل کېږي، افغانستان کې ډېری ځوانانو ته پر یوې ننګونې بدله شوې. مالي خپلواکي هغه شرایط دي چې یو کس هغه ته د رسېدو لپاره، هر ډول چې نوموړی غواړي، په خپلواکه او ازاده توګه ځان ورورسوي او په خپله خوښه ژوند وکړي.

د ایران ولسمشریزې ټاکنې دویم پړاو ته وغځېدې

د ایران د ټاکنو بنسټ ویلي چې د دغه هېواد ولسمشري ته یوه نوماند هم ۵۰+۱ رایې نه‌دي ګټلي او ټاکنې به د دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ دویم پړاو ته وغځېږي.
د اعلان شویو رایو پر بنسټ، مسعود پزشکیان او سعید جلیلي په یادو ټاکنو کې تر نورو ډېرې رایې خپلې کړي او دغه دوه نوماندان به د ټاکنو په دویم پړاو کې بیا سیالي کوي.