
د افغانستان بانک څه باندې ۸۸۹ میلیونه زړې افغانۍ وسوځولې
د افغانستان بانک واي، مرکزي زون کې یې څه باندې ۸۸۹میلیونه زړې افغانۍ سوځولې دي.
د افغانستان بانک پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې ۸۸۹میلیونه او ۹۲۰زره افغانۍ په مرکزي زون کې ټولې او سوځول شوې دي. په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې یادې زړې افغانۍ د عدلیې او مالیې وزارتونو د استازیو په شتون کې سوځول شوي.














