له لوړو زده‌کړو د ځوانانو پاتې‌کېدو کچې ارزونه او پر ټولنه یې اغېزې

په یوې ټولنه کې د ځوانانو ترمنځ د زده‌کړو او ښوونې کچه د هماغې ټولنې د پرمختیا او بیاجوړونې بهیر سره مستقیمه اړیکه لري. په یوې ټولنه کې د زده‌کړو کچې او د لوستو ځوانانو شمېر، د یوې پرمختللې ټولنې ښکارندوینه کوي، د همدې لپاره دغه سروې له زده‌کړو د پاتې ځوانانو د کچې او افغان ټولنه کې یې د پایلو پر ارزونې راڅرخي.

بغلان کې د دوو ټرافیکي پېښو پرمهال ۷ کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي

د بغلان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمو کې د ټرافیکي پېښو پرمهال اووه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوې دي.

د بغلان امنیې قومنداني ویاند شېراحمد برهاني نن شنبه، چنګاښ ۲۳مه سلام‌وطندار ته وايي چې لومړۍ پېښه کې یوه سراچه ډوله موټر له رنجر موټر سره ټکر کړی چې له کبله یې د یوې مېرمنې په ګډون شپږ کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوې دي.

روزګان کې راستانه شویو ته په څه باندې یو میلیون افغانۍ غرفې جوړې شوې

 د روزګان ترینکوټ ښار کې راستانه شویو کډوالو ته د یو میلیون او ۶۴۰زره افغانیو په لګښت ۴۰ غرفې ووېشل شوې.

دغه غرفې د ناروې کډوالو شورا «NRC» په مالي لګښت او ترینکوټ ښاروالي په همکاري راستانه شویو ته ورکړل شوې دي.

د افغانستان بانک سبا یکشنبه ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې سبا «یک‌‌شنبه، چنګاښ ۲۴مه» به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (‌‌شنبه، د چنګاښ ۲۳مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا ‌شنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

خوست او ننګرهار کې ۱۳ کسان د ځنګل‌پرې کولو په تور نیول شوي

د خوست او ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایتونو کې د ځنګل‌پرې کولو په تور ۱۳ کسان نیول شوي دي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولایت د پچيراګام ولسوالي مېلوې سيمه کې د امنيتي مسوولانو له لوري هغه اووه کسان نيول شوي چې په ځنګل کې يې ونې پرې کړې وې.

پکتیا کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۳ پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت په بېلابېلو برخو کې ۲۳ پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د پکتيا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست څخه سلام‌وطندار ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پروژې نن پنج‌شنبه، چنګاښ ۲۱مه ګټې‌‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

شیرین‌تګاب کې روغتیايي ستونزې؛ «روغتون یوه دست‌کشه نه‌لري»

د فارياب د شيرين تګاب ولسوالۍ يوشمېر اوسېدونکي د یادې ولسوالي په ۲۰ بستريز روغتون کې د ناروغانو لپاره د اړتيا وړ درملو له کمښت او د طبي وسایلو له نشتوالي شکايت کوي.

دوی وايي، له تېرو پنځو میاشتو راهیسې دغه روغتون کې د درملو نشتون ستونزه راپورته شوې، خو چارواکو تراوسه ورته پام نه‌دی کړی.

عبدالغني برادر: له ۱۳ولایتونو څخه د نړۍ هېوادونو ته صادرات کېږي

د ریاست‌الوزرا اقتصاي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې دا مهال د هېواد له ۱۳ ولایتونو څخه نړۍ ته توکي لېږدول کېږي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې یاد ولایتونو کې سرپرست حکومت د توکو لېږد چارو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته‌کېدو لپاره دفترونه هم پرانېستلې دي.

لښکرګاه کې په ۱۹ میلیونه افغانۍ د ۱۱ کیلومټره سړک د پخولو چارې پیل شوې

هلمند کې چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز لښکرګاه کې د ۱۱کیلومټره سړک د پخولو چارې پیل شوې.

د یاد سړک د پخولو چارې نن پنج‌شنبه، چنګاښ ۲۱مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې چې ۱۹ میلیونه افغانۍ لګښت به پرې راشي. لښکرګاه ښاریانو د دغه پروژې پلي‌کېدو ته خوښ دي او له چارواکو د ورته پروژو د پلي‌کېدو غوښتنه کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان صادراتي توکي ښه کیفیت لري

د یو‌شمېر رسنیو د راپورونو له مخې قرغیزستان او اوزبکستان له افغانستان څخه یادو هېوادونو ته د انارو ګازلرونکو څښاک پر لېږد بندیز لګولی دی.

په راپورونو کې ویل شوي چې دغه څښاک «نوشابه» له دې امله بند کړي چې د ماشومانو روغتیا ته زیان رسوي.

روحاني‌بابا کې مخابراتي ستونزې؛ خلک: زنګ‌وهلو لپاره غره ته پورته کېږو

د پکتیا روحاني‌بابا ولسوالي يوشمېر اوسېدونکي وايي، دغه ولسوالي کې د مخابراتي شبکو خدمتونو نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د یادې ولسوالي اوسېدونکي سلا‌م‌وطندار ته وايي، د ګوتو په شمېر ځینې کلي چې زرمت ولسوالي ته ورڅېرمه دي، د دې ولسوالي له مخابراتي خدمتونو ګټه پورته کوي او پاتې نورې سيمې له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې دي.

روزګان کې په ۱.۵ میلیونه افغانۍ د ۲۲کیلومتره سړک د جغل‌اچوونې چارې پیل شوې

د روزګان د دهراوود او چهارچینو ولسوالیو ترمنځ د چمبرک په نوم ۲۲ کیلومتره سړک د جغل‌ اچوونې چارې پیل شوې.

دغه سړک چي د ولایت مقام په مالي ملاتړ، د «څلورمې رواحه لېوا» او ټولګټو چارو ریاست په همکاري جوړېږي چې د جغل‌اچوونې چارې به یې یوه میاشت کې بشپړې شي.