هلمند کې ۴۵ صرافۍ د جواز نه‌لرلو له امله وتړل شوې

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې چارواکي وايي چې د ټاکل شوې کمېټې له‌خوا دغه ښار کې ۴۵ صرافۍ د فعالیت جواز نه‌لرلو له امله تړل شوې دي.

دغه کمېټه چې مشري یې د افغانستان بانک مدیر فاروقي اغا کوي، ترڅنګ یې د امنیه قومنداني، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او لښکرګاه ښاروالي استازي هم ګډون لري.

کابل کې د پاسپورت وېشلو درې نوې څانګې پرانیستل شوې

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست مسوولان وايي چې نن چهارشنبه، چنګاښ ۲۶مه پلازمېنه کابل کې یې د پاسپورټونو د وېش درې نوي مرکزونه پرانېستل.

د پاسپورټ عمومي ریاست رییس عبدالکریم حسیب وايي، دې مرکزونو کې خلکو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي.

ننګرهار کې د توپان او اورښتونو له امله د یوې کورنۍ «۱۱» غړي مړه شوي

ننګرهار کې د شویو تندو اورښتونو او توپانونو له امله د یوې کورنۍ یوولس غړیو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

۶۵کلن سيفور د ننګرهار د سره‌رود ولسوالي اوسېدونکی دی. نوموړی سلام‌وطندار ته وايي، د زوی او لمسیانو په ګډون یې، د کورنۍ ۱۱ غړیو د دوشنبې ورځو سختو اورښتونو او د چت پرېوتو پېښه کې ژوند بایللی دی.

هلمند کې «۱۸» پارسله د ښځو وېښتان نیول شوي

د هلمند محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ښځو ۱۸ پارسله ښځینه وېښتان چې له هېواده بهر لېږدول کېدل، نیولي دي.

دغه وېښتان د هلمند مرکز لښکرګاه ښار اړوند لومړۍ حوزه کې نیول شوي دي.

د پکتیا حوزوي روغتون کې د یوه کال پرمهال ۳۴زره لوی او کوچني عملیاتونه شوي

د پکتيا حوزوي روغتون مسولان وايي د تېر یوه کال پرمهال يې ياد روغتون کې د ۱۷ډاکټرانو پرمټ شاوخوا ۳۴زره لوی او کوچني عملياتونه کړي دي.

د پکتيا حوزوي روغتون رييس محمدنادر رحماني سلام‌وطندار ته وويل چې په ياد شمېر عملياتو کې ۴۶۰۰ لوی او پيچلي عملياتونه کړي دي.

روسیي پانګوالو پنجشېر کې پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د پنجشېر محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د کانونو استخراج او کیندنې برخه کې روسي پانګوالو، پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. د پنجشېر والي ویاند سیف‌الدین لټون نن چهارشنبه، چنګاښ ۲۷مه سلام‌وطندار ته وویل چې دغه ولایت ته یوه ډله روسي پانګوال او د کانونو برخې متخصصان ورغلي او د والي ترڅنګ یې له نورو چارواکو سره هم لیدلي دي.

کندهار کې د غواګانو فارم‌لرونکي: د لمپي‌سکېن ناروغۍ ډېرېدو اندېښمن کړي یوو

کندهار کې د غواګانو فارم‌لرونکي وايي چې دغه ولایت کې د «څارویو لمپي‌سکېن» ناروغۍ زیاتېدو اندېښمن کړي دي.

دغه ولایت کې فار‌م‌لرونکي له اړوند چارواکو غوښتنه کوي چې څاروي یې، د یادې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي او په وینا یې، که واکسین نه‌شي، ډېرې غواګانې به یې له‌منځه لاړې شي.

لوګر کې پلار خپل زوی او ناپېژنده کسانو یو قومي مشر وژلی دی

د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وایي چې تېره ورځ «یکشنبه، چنګاښ ۲۴مه» په محمداغې ولسوالي کې په دوه جلاجلا امنیتي پېښو کې د یوه قومي مشر په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، د محمداغې ولسوالي په «کیشم» سیمه کې د کورنۍ ستونزو له امله یوه پلار خپل ۱۸ کلن زوی د چاقو په ګزارونو وژلی دی.

د ټرافیکو ریاست: موټرسایکل چلوونکي دې پلېټونه او لایسنسونه واخلي

د ټرافیکو عمومي ریاست د موټرسایکلونو له چلوونکو غوښتنه کړې چې د موټرسایکل لپاره پلېټ او لایسنسونه واخلي.

دغه ریاست نن دوشنبه، چنګاښ ۲۵مه پر خپله پاڼه یوې خبرپاڼه کې ویلي چې موټرسایکل چلوونکي او مالکین دې، د موټرسایکل ټول اړین اسناد ولري. دغه ریاست ویلي چې موټرسایکل چلوونکي باید د موټرسایکل چلونې پرمهال لایسنس، د خوندیتابه لپاره خولۍ، پلېټ ولري او له دوو کسانو ډېر باید پر موټرسایکل ونه‌لېږدوي.

ترکیې په پکتیا کې په ۳۵۵زره ډالرو یوې مدرسې ته ودانۍ جوړه کړه

د ترکيې يوه خيريه بنسټ د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې ۳۵۵زره امریکایي ډالرو په لګښت یوې دیني مدرسې ته  ودانۍ جوړه او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې.

د پکتيا مرکز ګردېز کې د ترکيې IDDEF خيريه بنسټ له‌خوا په ګردېز ښار کې د شمس‌العلوم په نوم يوې ديني مدرسې ته د ۳۵۵زره امريکايي ډالرو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې‌اخيستنې ته یې سپارلې.

ا.ا یوځل بیا کابل کې د هېوادونو د سفارتونو بیاپرانیستلو غوښتنه کړې

له شاوخوا یونیم کال وروسته کابل ته د سعودي عربستان د سفیر له بېرته راستنېدو او هېواد کې د برتانیا د سفارت پرانیستلو په اړه د دغه هېواد د بهرنیو مرستو د څار ادارې له غوښتنې وروسته، د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، افغانستان کې د هېوادونو ډیپلوماټیک حضور د ټولو په ګټه دی.

یو‌شمېر ځوانان: د بې‌وزلۍ له امله مو لوړې زده‌کړې پرېښي

سلام‌وطندار د ځوانانو ترمنځ له لوړو زده‌کړو د پاتې‌کېدو کچې او لاملونو ترڅنګ، ټولنه کې د لوړو زده‌کړو اغېزمنتیا، ټولنه کې د لوړو زده‌کړو پرېښودو پایلو او د لوستو ځوانانو د خوښۍ کچې اروزنې لپاره کابل کې سروې کړې چې دې سروې کې ۳۲۰ ځوانانو ګډون کړی دی. په دې سروې کې له ۳۲۰ کسانو، ۶۳ کسان چې ۱۹.۷سلنه کېږي، ښځې دي.