
امنیتي ځواکونو لوګر کې ۳۵۰ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي
د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وایي چې په تېر یوه کال کې د دغه ولایت امنیه قوميندانۍ د ماینونو شنډولو امریت له لوري په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې شاوخوا ۳۵۰ کړۍ بېلابېل ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وایي چې په تېر یوه کال کې د دغه ولایت امنیه قوميندانۍ د ماینونو شنډولو امریت له لوري په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې شاوخوا ۳۵۰ کړۍ بېلابېل ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

روزګان کې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو لهخوا د جنګي جنایتونو د قربانیانو یوشمېر کورنۍ سلاموطندار ته وايي، اسټرالیايي ځواکونو به د شپې مهال د دوی پر کورونو چاپه وهله او د کورنۍ بې ګناه غړي یې ور وژلي دي.
د یاد ولايت د چورې ولسوالي اوسېدونکى نبي، وايي چې د اسټراليايي ځواکونو د بريد په پايله کې يې د کورنۍ شپږ غړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

جګد سېنګ په خوست کې يوازينی پاتې هغه افغان دی چې له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې، د خوست ښار سرګردان چوک ته څېرمه د سړک پر سر د خوړو مساله پلوري. د خوست ولايتي مسوولان وايي، افغان سېکان او هندوان د نورو افغانانو سره مساوي حقوق لري او پر خونديتوب يې ټينګار کوي.

د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې د موټرو پرزو یوه پلورنځي کې د اورلګېدنې له کبله د کاکړانو مڼډوي په نوم یو سوداګریز مرکز کې شاوخوا زره هټۍ سوځېدلي دي.
د معلوماتو له مخې، دغه اورلګېدنه د بټریو شارټۍ له کبله رامنځته شوې چې هټۍوالو ته یې په پراخه کچه مالي زیانونه اړولي دي. که څه هم تراوسه د اوښتو مالي زیانونو کره شمېر نهدی معلوم، خو هټۍوال وايي، د زیان کچه له میلیارډونو افغانیو اوښتې.

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د ملګرملتونو د خوړو او کرنې نړیوالو پروګرام (FA0) له لوٰري په برهکي برک ولسوالي کې پر ۲۰۰۰ مالدارو د شېدو راټولولو وسایل ووېشل شول.

د ایران د استازو جرګې د ملي امنیت کمېسیون غړی یعقوب رضازاده وايي، د افغانستان او پاکستان حکومتونه په خپلو سرحدي سیمو کنټرول نهلري او قاچاقوړونکي او ترهګرې ډلې د افغانستان او پاکستان پولو ته څېرمه فعالیت کوي. خو سرپرست حکومت ډاډ ورکوي چې ترهګرو ډلو ته اجازه نهورکوي، څو د افغانستان پولو کې فعالیت وکړي.

د پروان امنیه قومنداني مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرو درېوو میاشتو پرمهال د پاسپورټ وېش له درکه څه باندې څلور میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د کډوالۍ نړیواله سازمان «ایاواېم» مسوولان وايي چې د تېرو درېوو میاشتو پرمهال څه باندې نیم میلیونه افغانان له هېواده وتلي دي.
یاد سازمان په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال د اپرېل او جون میاشتو ترمنځ نږدې ۵۵۰زره کسان له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.

د پروان امنیې قومنداني مسوولان وايي چې د دغه ولایت په جبلالسراج ولسوالي کې ناپېژنده کسانو د جومات ملا امام وژلی دی.

د هلمند په ګرمسېر ولسوالي کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې «یونېسف» په مالي لګښت د اوبو رسونې یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې.
د اوبو رسونې دغه شبکه د ګرمسېر په کوچیانو کلي کې جوړېږي چې چارې یې، د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست لهخوا پرمخ وړل کېږي.

د اوبو او برښنا وزارت مسوولانو نن پنجشنبه، چنګاښ ۲۸مه، کابل کې د یوې غونډې پرمهال له یوه کورني خصوصي شرکت سره د ۸ میګاواټه لمریزې برښنا د تولید قرارداد لاسلیک کړ.

د هلمند مرکز لښګرګاه ښار ته نږدې تازه نهرسراج ولسوالي، د نورو ولسوالیو رسمي تشکیل ته وراضافه شوې او اوسېدونکي يې د ادارې واحدونو له نشتوالي او لريوالي شکایت کوي. د دغه ولسوالي اوسېدونکي له سرپرست حکومت او ولایتي ادارې غوښتنه کوي چي د دوی غوښتنو او ستونزو ته ژره ترژره رسېدنه وکړي، څو چارې یې له ځنډ پرته مخته لاړې شي.

د ټرافیک پولیسو عمومي ریاست مسوولان وايي چې له دې وروسته په ټول هېواد کې شخصي تېزرفتار او زېړ رنګ ټکسي موتر پر واټونو د کار کولو او سوارلۍ د لېږد-رالېږد حق نهلري.
د ریاست په وینا، یوازې په نوي رنګ «فیروزهيي او سپین» موټر کولای شي چي په عامه واټونو کې کار وکړي او سوارلۍ ولېږدوي.

د روزګان محلي مسوولان وايي چې د ګېزاب ولسوالي اړوند هندوګک سیمه کې پر هلمند سیند د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پُل د جوړېدو د پاتې برخې چارې پیل شوې.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت جامع جومات کې ۲۵۰ کاله پخوانۍ دروازه یې موندلې ده.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي ابداتو ساتنې مدیر محمدصدیق میر سلاموطندار ته وايي چې دغه دروازه یې پرون «چهارشنبه، چنګاښ ۲۷مه» د یاد جومات په ډيپو کې پیدا کړې.

د پکتيا مرکز ګردېز ښار کې د ۳۵۰زره امريکايي ډالرو په لګښت، اووه رغنيزې پروژې بشپړې او ګټېاخيستنې ته وسپارل شوې.