
اسلامي امارت: افغانستان کې هېڅ نظامي ډلې ته د فعالیت اجازه نهورکوو
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف خان دُراني سهشنبه اسلاماباد کې یوې غونډې ته ویلي، له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښ پنځه ګاونډي هېوادونه چې پاکستان، چین، ایران، تاجکستان او اوزبکستان پهکې شاملیږي، اندېښمن کړي دي. هغه زیاته کړې چې تحریک طالبان پاکستان یا «ټيټيپي» د دغه هېواد لپاره سره کرښه ده.














