
غور کې په درې میلیونه افغانۍ د اوبورسونې څلور شبکې جوړې شوې
د غور د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د درې میلیونه افغانۍ په لګښت د اوبو رسونې څلور شبکې جوړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.

د غور د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د درې میلیونه افغانۍ په لګښت د اوبو رسونې څلور شبکې جوړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.

د بادغیس محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د دوو جلا پېښو پرمهال د یوې ښځې په ګډون، درې کسان وژل شوي دي.
د بادغیس امنیې قومنداني ویاند صدیقالله صدیقي سلاموطندار ته وايي چې نن دوشنبه، زمري اتمه، د تګابعالم ولسوالي «نخچیرستان» کلي کې یوه مېرمن او نارینه وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، یاد مېرمن او نارینه د ناپېژنده وسلهوالو لهخوا وژل شوي او تراوسه یې د وژنې لامل نهدی په ډاګه شوی.

د ایران په پلازمېنه تهران کې د درېوو افغان کډوالو لهخوا د یوه ایراني له وژلکېدو وروسته، دغه هېواد کې د افغان کډوالو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه پیل شوې دي.
دغه ایرانی تېره اوونۍ د افغان کډوالو له لوري وژل شوی چې د یوې اوونۍ په تېرېدو سره لاهم دغه هېواد کې خلک د افغان کډوالو د شړلو شعارونه ورکوي.

د هپټایټس نړیوالې ورځې سره هممهاله د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان څانګه وايي چې د عامه پوهاوي نشتون، د درملو او تشخصي مرکزونو نشتوالی، افغانستان کې له یادې ناروغۍ سره د مبارزې برخه کې شته خنډونه بلل کېږي. افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی نعیمالله ساپی وايي: «خلکو ته عامه پوهاوی کم دی.

د لوګر کلیو پراختيا او بيارغونې ریاست چارواکي وايي، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري د دغه ولایت له ۱۲۳۳ بېوزلو او اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې شوې دي.

کندهار کې د تازه مېوو یوشمېر سوداګر وايي، د پاکستان له لوري د افغانستان پر تازه مېوې د تعرفې لوړولو سوداګرو او ولسي وګړو ته مالي زیانونه اړولي دي.
دوی وايي، دواړه هیوادونه باید ژر تر ژره دې ستونزې ته حل لاره پیدا کړي، څو د تازه مېوو افغان سوداګر او په کور دننه بڼوال له مالي زیانونو وژغورل شي.

د سرپرست حکومت تر واکمنۍ لاندې سږکال د درېیم ځل لپاره هېواد کې د نجونو له ګډون پرته د کانکور عمومي ازموینه واخیستل شوه. دا دویم پرلهپسې کال دی چې د افغان نجونو له ګډون پرته د کانکور ازموینه اخیستل کېږي.
که څه هم کانکور ازموینه کې د ګډونو شمېر کم شوی، خو د تېرو کلونو په پرتله د کانکور ازموینې نمرې لوړې شوې دي.

د هلمند مرکز لښکرګاه کې د کندهار-هرات پر لویه لاره د ۲۷.۲ کیلومټره سړک او پر هلمند سیند د ۳۵۰ پل د جوړېدو چارې پیل شوې.
یاد سړک ټولټال ۲۷.۵ کیلومټره اوږدوالی او ۱۲ مټره پلنوالی لري. ترڅنګ یې د لښکرګاه د پنځمې ناحیې سیمه کې پر هلمندسیند د ٣٥٠متره په اوږدوالي د یوه پل د جوړېدو چارې هم پیل شوې.

په روزګان کې چارواکي وايي چې د یاد ولایت د دهراوود او چهارچینو ولسوالیو ترمنخ د «چمبرک» په نوم د ۲۲ کیلومتره سړک د هوارۍ او جغلاچوونې چارې بشپړې شوې.
د یاد سړک د جغلاچوونې چارې د ولایتي ادارې په مالي ملاتړ، د «څلورمې رواحه لېوا» او ټولګټو چارو ریاست په مشینري، یوه میاشت مخکې پیل شوې چې کارونه یې اوس بشپړ شول.

د لوګر مرکز پلعلم ښار او یوشمېر ولسوالیو څارويلرونکي شکایت کوي چې په دغه ولایت کې د شېدو پروسیس مرکزونو نشتون له امله خپل د مالدارۍ محصولات په نیمه بیه بازار کې پلوري. ده وویل، که مالدارنو ته د شېدو د راټولولو وسایل، مرکزونه، پروسیس مرکزونه رامنځته شي مالدارۍ به دوه برابره وده وکړي.

نفیسه محمدي چې ۲۲ کاله عمر لري، هېواد کې له وروستي سیاسي بدلون وروسته ایران ته کډواله شوې ده. هغه د جمهوریت پر مهال د ښځو حقونو فعاله او د افغانستان د رزمي سپورټ روزونکې وه، خو اوس په ایران کې د کډوالۍ سختې شپې او ورځې تېروي.

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري په برهکي برک ولسوالي کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي.

د کابل ښار «هوتخېلو» سیمه کې په نړیوالو معیارونو برابر د «لایفپېرل» په نوم د درملو د تولید یوه خصوصي فابریکه پرانېستل شوه.
د یادې فابریکې پر جوړولو ۲۰ میلیونه ډالره لګول شوي او دامهال پهکې ۵۰ قلمه درمل تولیدېږي. د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، هېوادوال د درملو په پېرلو د کال تر یو میلیارد ډالرو پورې لګوي.

۳۰,۰۰۰ fish fry were thrown into the canals in Helmand

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسوولان وايي، د هېواد د سرحدونو او په يادو سیمو کې د خلکو ساتنه د اوسني حکومت مسووليت دی او په ټول توان يې، ساتنه کوي. نورالله نوري دغه څرګندونې د پکتيا څمکنيو ولسوالي کې «د اسلامي نظام او ملي استحکام» تر نوم لاندې د قومي مشرانو سره په يوه غونډه کې کړې دي.

د لوګر مسعینک کان ته د غځېدلي ۸.۹ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې نن چهارشنبه، زمري درېیمه د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال او نورو چارواکو لهخوا په رسمي توګه پیل شوې.