له ۳۵ مېرمنو سره د سلاموطندار مرکې؛ «ټول راته وايي چې زړه شوې یې»

سلام‌وطندار د هېواد په کچه له ۳۵ مېرمنو سره د دوی د ژوند د «پېغلتوب او ځوانۍ» دورې په اړه مرکې کړې چې د یادو مرکو پرمهال، دوی ویلي، پېغلتوب یې، داسې تېر شوی چې هېڅ پرې نه‌دي پوه شوي.

دغه مرکه‌کوونکې مېرمنې د خپل ژوند د دې مهم پړاو، له لاسه‌ورکولو له امله اندېښمنې او هغوی چې دغه پړاو له لاسه ورکړی، ارمانجنې دي.

محمدعبدالکبیر د اسماعیل هنیه د جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره قطر ته تللی

د ریاست‌‌الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر نن پنج‌شنبه، زمري ۱۱مه حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه د جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره قطر ته تللى دی.

د ارګ له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې محمدعبدالکبیر به د هنیه جنازه کې له ګډون سربېره، د یو‌شمېر هېوادونو او سازمانونو له استازیو سره د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا برخه کې هم خبرې او بحث وکړي.

اقتصاد وزارت: یوه کال کې غیرامارتي موسسو ۲۱۹۴ پروژې پلې کړي

د اقتصاد وزارت مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال هېواد کې غیرامارتي ادارو په بېلابېلو برخو کې ۲۱۹۴ پروژې پلې کړې دي.

دغه څرګندونې د یاد وزارت مسوولانو نن پنج‌شنبه، زمري ۱۱مه، کابل د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام» کې کړې دي.

د لاسي‌ګاډۍ چلوونکی: د ورځې ۸۰ افغانۍ پیدا کوم کله دا هم نه‌وي

«بېګاه شپې مې مېرمنې راته وویل چې اوړه او غوړي خلاص شول، حیران پاتې شوم چې څه وکړم! په خپله هم عصبي ناروغي لرم. ډاکټران وايي چې درون کار مه کوه، که کار ونه‌کړم، څنګه شپږ کسیزه کورنۍ مې ژوند وکړي.» خو د توکو لوړې بیې او د کار کمښت لامل شوي چې نوموړی په خپلو ورځنیو عوایدو، د کورنۍ اړتیاوې برابرې نه‌کړي.

اسلامي امارت د هنیه وژنه د اسلامي امت لپاره ستره ضایعه وبلله

سرپرست حکومت په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «په داسې حال کې چې اسلامي امارت د فلسطین له سپېڅلې خاورې، د حماس اسلامي غورځنګ د دفاع اسلامي او انساني وجیبه ګڼي او د یرغلګرو صهیونیستي رژیم وحشتونه، بمبارونه او د فلسطیني مسلمانانو وژنه په کلکو ټکو غندي او بشري جنایت یې بولي. د دغه ستر مجاهد شهادت د اسلامي امت او جهادي کاروان لپاره لویه ضایعه بولي.»

افغانستان کې راغلیو سېلابونو د نورو په پرتله ماشومان ډېر اغېزمن کړي

په ځینو ولایتونو کې یوشمېر سېلاب‌ځپلیو کورنیو سلام‌وطندار ته ویلي چې ماشومان یې لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري. د دوی په وینا، د شپې او ورځې تېرولو لپاره د اوسېدو ځای نه‌لري او له همدې امله يې ماشومان پر بېلابېلو ناروغيو اخته کېږي.

ا.ا: د محمدابراهیم محتاج قضیه د هغه له خبریالۍ سره تړاو نه‌لري

یوشمېر افغان خبریالان په کندهار کې د ملت غږ محلي راډیو د خبریال محمدابراهیم محتاج له نیول کېدو سره هم‌مهاله په هېواد کې د خبریالانو د نیولو دوام په اړه اندېښنه څرګندوي.
دوی د سرپرست حکومت له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غواړي چې د رسنیو د سرغړونې کمېسیون له لارې د نیول شویو خبریالانو قضیې وڅېړي.

کارپوهان: هېوادونه د اسراییل-حماس جګړه د اقتصادي فشارونو له لارې درولی شي

د اسراييلو او حماس ترمنځ روانه جګړه کې نږدې ۴۰زره فلسطیني وګړي وژل شوي او څه باندې ۹۰زره کسان ټپیان شوې دي.

غزه کې د جګړې له امله میلیونه کسان اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او تازه د دغه ښار سوېل خان یونس کې هم خلکو ته امر شوی چې باید له خپلو سیمو ووځي.

افغانستان ۲۵ ټُنه حیواني خواړه تاجکستان ته صادر کړي

بلخ کې چارواکي وايي چې له دغه ولایت څخه ۲۵ ټُنه حیواني خواړه چې د یاد ولایت په یوه خصوصي شرکت کې تولید شوي، تاجکستان ته لېږدول شوې دي.

د یاد شرکت مسوول محمدافضل افضلي وايي، د حیواني خوړو لومړی جوپه چې ۲۵ ټُنه کېږي، تاجکستان ته صادر شوي دي.

د برښنا پرچاوي: ښاریان: برښنا چې نه‌وي ماشومان مو نه‌وېده کېږي

د کابل او ځینو ولایتونو اوسېدونکي د وروستیو ورځو پرمهال د برښنا پرچاوۍ له زیاتېدو شکایت کوي او وايي، یوه شپه او ورځ کې یوازې څو ساعته برښنا ‌لري.

د کابل د نوي‌ښار اوسېدونکی عبدالبصیر سلام‌وطندار ته وايي چې دې وروستیو ورځو کې د برښنا پرچاوي زیاته شوې چې له امله یې ورځني ژوند کې ستونزو سره مخ شوی دی.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال په درې ورځني سفر ایران ته تللی

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر په خپل لومړني بهرني سفر کې د ایران په بلنه دغه هېواد ته تللی دی.

ټاکل شوې چې نوموړی به ایران ته د سفر پرمهال د دغه هېواد د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې ګډون وکړي.

هلمند کې د ریحان کرکېله؛ مسوولان: ګټه یې ډېره او لګښت یې کم دی

هلمند کې د کرنې ریاست مسوولان وايي، د تېرکال په پرتله سږکال هلمند کې د ریحان کرکېله زیاته شوې او د اټکل له مخې، حاصلات به یې څو برابره ترلاسه شي.

مسوولان اټکل کوي چې سږکال به د ریحان حاصلاتو کې هم د پام وړ زیاتوالی راشي. دغه کروندګر له کرنې ریاست څخه د کرنیزو مرستو او روزنیزو پروګرامونو د زیاتیدو غوښتنه هم لري.