
لوګر کې د «کلتوري خوځښت» په نوم مشاعره جوړه شوه
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت په لرې پرتې ازرې ولسوالي کې د «کلتوري خوځښت» په نوم مشاعره جوړه شوه.
په جوړې شوې مشاعره کې د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ریيس په ګډون د ملکي او نظامي ادارو مسوولانو، ګڼو شاعرانو، لیکوالانو او د شعر مینوالو ګډون کړی وو.














