
د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي
د افغانستان بانک مسوولان وايي چې سبا «سهشنبه، زمري ۲۳مه» به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.
د افغانستان بانک نن (دوشنبه، د زمري ۲۲مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا سهشنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.














