امو لوبډلې شپږیزه لیګ کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه

د شپږیزې کرېکټ لیګ روان نهم پړاو سیالیو په لړ کې د امو شارکز لوبډلې له دوو پرله‌پسې ماتو وروسته نن دغه لیګ کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

امو لوبډلې د بُست ساتونکي لوبډلې ته په شپږ وېکټو ماته ورکړه. دغه سیالي نن جمعه، زمري ۲۶مه د کابل کرېکټ لوبغالي ترسره شوه.

د روږدو مېرمنو ژوند؛ «که روغتون څخه ووځم، د سړک پر سر پاتې کېږم»

«دوی نه‌شي کولای چې ما دلته وساتي، ۴۵ ورځې مې چې پوره شي؛ زه ازاده يم چې لاړه شم، خو دا چې له مېړه مې کومه وېره لرم، ځای نه‌لرم، کار نه‌لرم، نه‌شم کولای له دغه ځايه لاړه شم. څه به کېږي؛ د سړک پر سر پاتې کېږم. هېڅ کور او سرپناه نه‌لرم. یا د مېړه له وېرې چې بېرته مې و‌ نه‌نیسي، ډېره اندېښمنه یم.»

د لوګر مرستیال والي: فارغ شویو ځوانانو ته به‌ کاري‌فرصتونه برابر شي

د لوګر مرستیال والي وايي چې د دغه ولایت د لوړو زده‌کړو موسسې څخه به نویو فارغ شویو ځوانانو ته د کارکولو زمینه برابره کړي.

د لوګر د لوړو زده‌کړو موسسې له دوه پوهنځیو څخه ۱۱۰ زده‌کړیالان فارغ شول. د دغه لایت د لوړو زده‌کړو موسسې رییس ضیاالاحمد صارم جوړې شوې غونډې ته وویل، د ښوونې او روزنې او کرنې پوهنځیو څخه شاوخوا ۱۱۰ زده‌کړیالان فارغ شول.

کابل کې بې‌وزلي: ورځنی عاید مو یوازې ۵۰ افغانۍ دی

کابل ښار کې یو‌شمېر بې‌وزله کسان د وزګارتیا او تنګسیې له امله شکایت کوي او وايي چې د ورځې تر ۵۰ افغانۍ عواید لري. ۷۷کلن عبدالرحیم چې د پلازمنې کابل ښار د یوه سړک تر غاړه له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې مُچي‌توب کوي، وايي چې د ورځې له ۱۰۰ افغانۍ ډېرې نه‌ګټي او په وینا یې، سرپرست حکومت باید خلکو ته د کار کولو زمینه برابره او د وزګارتیا کچه راکمه کړي.

په ۱۱ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په یوولس ولایتونو کې د اورښتونو، تندو بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

دغه ریاست نن پنج‌شنبه، زمري ۲۵مه د هېواد په ۱۱ ولایتونو «ننګرهار، بدخشان، نورستان، پنجشېر، کونړ، لغمان، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او زابل» کې سبا «جمعه، زمري ۲۶مه او شنبه، زمري ۲۷مه» د اورښتونو اټکل کړی دی.

متقي: ا.ا نه‌غواړي چې افغانستان د نړۍ د قدرتونو د سیالیو ډګر شي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي چې اسلامي امارت له نړۍ سره مثبت تعامل غوښتونکی دی او نه‌غواړي چې افغانستان د نړۍ د قدرتونو د منفي سیالیو پر ډګر بدل شي.

امیرخان متقي دغه څرګندونې نن چهارشنبه، د زمري ۲۴مه چې پر افغانستان د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو له درېیم کال سره سمون لري، په جوړې شوې غونډه کې کړې دي.

 میدان‌وردګ کې «پنځه ستوري» په نوم هوټل پرانېستل شو

د میدان‌وردګ کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې د یوه کس په شخصي لګښت د «پنځه ستوري» په نوم هوټل جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د میدان ښار ښاروال عبدالله دروېش وویل، دغه هوټل په عصري او معیاري ډول د تېر یوه کال په ترڅ کې د انجینیر نثاراحمد په شخصي پانګونه جوړ شوی دی.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره: افغانستان دې د کوپا-۲۹ کنفرانس ته وروبلل شي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان وايي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله اغېزمن شوی او د نړیوالو پام راړولو لپاره باید افغانستان د کوپا-۲۹ نړیوال کنفرانس ته وروبلل شي.

د کوپا-۲۹ نړیوال کنفرانس دا ځل د اذربایجان په کوربه‌توب ترسره کېږي.

هلمند کې د اوبو مدیریت لپاره د ١٦ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلې کېږي

 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي چې هلمند کې د اوبو مدیریت او تنظیم لپاره د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلې کوي.

دغه څرګندونې هلمند ته د کرنې وزارت د تللي پلاوي غړي او د یاد وزارت د اصلاح او زهکشۍ رییس شېرمحمد حاتمي د خپل سفر پرمهال کړې دي.

د ټولګټو وزارت: تېرکال څه باندې د ۴۶۰ پروژو چارې بشپړې شوي

د ټولګټو وزارت مسوولان وايي چې تېر لمریز کال کې د کابل ـ جلال‌اباد لویې لارې د بیارغولو په ګډون د شاوخوا ۵۶۰ پرمختیايي پروژو چارې بشپړې شوي دي.

 دغه څرګندونې د یاد وزارت مسوولانو نن دوشنبه، زمري ۲۲مه کابل کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

غزني کې یوه بنسټ ۱۰۰ یتیمانو او معلولانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړې

په غزني کې د معلولو کسانو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د حرفوي زده‌کړو په یوه مرکز کې د خیاطۍ، د چرګانو روزنې او د موبایلونو د ترمیم په برخه کې زده‌کړې ورکول کېږي..

اسماعیل چې په دغه مرکز کې د موبایلونو د ترمیم په برخه کې زده‌کړې کوي، وايي چې له دې لارې به د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابرې کړي.