خالد حنفي: که له نجلۍ څوک مهر واخلي، قضايي ارګانونو ته به وسپارل شي

د امربالمعروف وزارت سرپرست وايي، تېرو شلو کلونو کې افغان ښځې له خپلو حقونو محرومې وې او په وینا یې، ا.ا دوی ته حق ورکړی دی.

خالد حنفي دغه څرګندونې نن یکشنبه، وږي څلورمه فاریاب کې د دیني عالمانو په یوې غونډه کې کړې دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت: پوهنتونونو کې ۱۸۹زره او ۹۹۱ زده‌کړیالان پر زده‌کړو بوخت دي

د لوړو زده‌کړو وزارت مسوولان وايي چې دا مهال د هېواد په پوهنتونونو کې ۱۸۹زره او۹۹۱ زده‌کړیالان پر زده‌کړو بوخت دي.

د یاد وزارت دغه څرګندونې نن یکشنبه، وږي څلورمه، کابل کې د «امارتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام» کې کړې دي. همداراز د دیني او ملي ارزښتونو او نړیوالو معیارونو سره سم، ۱۳۱ تحصیلي نصابونه اصلاح او د منظورۍ په موخه اړوند مراجعو ته استول شوي دي.

د ځوانانو ګډ ژوند کې لاسوهنه؛ «فکر کوم د مجردۍ ژوند ښه و»

سلام‌‌وطندار د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې له ۲۲ واده شویو مېرمنو او نارینه‌وو سره د دوی ګډ ژوند کې د کورنیو له‌خوا د مداخلې پایلو ارزونې په موخه د سروې لپارهله دوی سره مرکې کړې چې د یادې سروې پایلې ښيي، د ډېری دغو کسانو ګډ ژوند اغېزمن او د بېلوالي لامل هم شوی دی.

د دوو کلونو پرمهال هېواد کې د نشه‌يي توکو د پروسس ۱۵۰۰ کارخونې له‌منځه تللي

د سرپرست حکومت مسوولان د ګاونډیو هېوادونو هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو قاچاق زیات شوی دی.

په وروستیو کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو له‌خوا ادعاوې شوې چې افغانستان څخه د نشه‌يي توکو تولید او قاچاق ډېر شوی دی.

په ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان پر فضا ۲۶۰ الوتکې تېرېږي

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مسوولان سلام‌وطندار ته وايي، د یوې شپې او ورځې پرمهال د افغانستان پر فضا نږدې ۲۶۰ الوتنې کېږي.

د یاد وزارت ویاند امام‌الدین احمدي وویل، پخوا د افغانستان پر فضا له ۱۱۰ څخه تر ۱۲۰ پورې الوتنو، الوتکې کولې، خو اوس یې، شمېر ډېر شوی دی.

سمنګان کې د بادامو حاصلات ۲۰سلنه زیات شوي

د سمنګان د کرنې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرکال په پرتله سږکال د بادام حاصلات ۲۰سلنه زیات شوې دي.

د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر عبدالخلیل کریمي وايي، د یاد ولایت د مرکز، حضرت‌سلطان، خُرم او سارباغ ولسوالیو بڼوالو سږکال ۲۲۸۰ ټُنه بادام راټول کړې دي.

تېرکال څه باندې یو میلیون کسانو ته د څښاک اوبه برابرې شوي

د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت مسوولان وايي چې تېر یوه کال کې د هېواد په کچه یو میلیون، ۵۲۵زره او ۴۰۰ کسانو ته د څښاک پاکو اوبه برابرې شوې دي.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن شنبه، وږي درېیمه کابل کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

متحده عربي اماراتو او قزاقستان یاد هېوادونو کې د ا.ا سفیر او شارژدافیر ومنل

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سلام‌وطندار ته وايي چې متحده عربي اماراتو هغه هېواد کې د اسلامي امارت سفیر په توګه د بدرالدین حقاني باورلیک منلی دی.

فطرت زیاته کړه چې قزاقستان هم پلازمېنه استانه کې محمد‌رحمان رحماني د سرپرست حکومت د سفارت د شارژدافیر په توګه منلی دی.

کابل کې د «افغانستان اقتصادي ودې او پرمختګ» نندارتون پرانېستل شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت او خصوصي سکټور د یو‌شمېر استازیو په ګډون نن پنج‌شنبه، وږي لومړۍ نېټه، د «افغانستان اقتصادي ودې او پرمختګ» په نوم د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پرانیستل شو. د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال یونس‌مومند وايي، تر دې وړاندې افغانستان له ۸۰سلنې ډېر واردات لرل چې په وینا یې، دامهال افغانستان ۲۵ سلنه پر وارداتو تکیه کوي.

د سالنګ لویه لاره د باروړونکو او مسافروړونکو لویو موټرو پرمخ وتړل شوه

د ټولګټو وزارت مسوولان وايي چې د سالنګ لویه لاره د کانکرېټ اچوونې له امله د باروړونکو او مسافروړونکو لویو موټرو د تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې.

د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن پنج‌شنبه، وږي لومړۍ نېټه سلام‌وطندار ته وویل چې دغه لویه لاره د کانکرېټ اچوونې چارو پیله په دلیل نن سهار راهیسې تړل شوې.

له پاکستانه سپین‌بولدک ته د ۵۱۰ کیلوګرامه خرابې غوښې د لېږد مخه نیول شوې

د کندهار په سپین‌ بولدک ولسوالي کې له پاکستان څخه دغه ولسوالي د ۵۱۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته او خرابې غوښې لېږد مخه نیول شوې.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مطبوعاتي مسوول محمدحنيف حقمل وایي، دغه بې‌کیفیته غوښه او ینه د مالدارۍ امریت د ښاروالي د کمېساري په همکارۍ نیول شوې.

لوګر کې پر څلور زره مالدارو د حیواني خوراکې ماشینونه ووېشل شول

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې د ملګروملتونو د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام (FAO) په مالي ملاتړ د راتلوونکو نسلونو موسسې (FGA) په تخنیکي همکارۍ د درې ولسوالیو پر څلور زره مالدارو د حیواني خوراکې برابرولو ماشینونونه ووېشل شول.

اسلامي امارت: د امربالمعروف قانون به د منکراتو مخنیوي کې مرسته وکړي

د اسلامي امارت مسوولان ډاډ ورکوي چې د امربالمعروف وزارت توشیح شوی قانون به د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د امربالمعروف او نهې ‌عن‌المنکر وزارت ویاند مولوي عبدالغفار فاروق وویل، د دغه وزارت شرعي قانون چې د ا.ا د مشرتابه له لوري توشېح او د عدلیې وزارت له‌خوا رسمي جریده کې خپور شوی، موخه یې د دغه وزارت د اړوند چارو ترڅنګ، د محتسبینو د دندو او صلاحیتونو تنظیمول دي.

عبدالکبیر: ا.ا هیله لري چې د دوحې درېیمې ناستې ژمنې عملي شي

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر کابل کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې رافیلا یودیجي سره د لیدنې پرمهال ویلي، اسلامي امارت هیله لري چې ډېر ژر دې د دوحې درېیمې ناستې ژمني عملي شي. عبدالکبیر همداراز افغانستان کې د بشري مرستو برخه کې د اروپايي ټولنې ونډه د پام وړ بللې او د رافیلا ماموریت یې ستایلی دی.

هېواد کې هره ورځ ۱۲۰۰۰ پاسپورټونه وېشل کېږي

د پاسپورټ ریاست مسوولان وايي، هېواد کې د پاسپورټ وېش بهیر روان دی او دا مهال هره ورځ ۱۲زره پاسپورټونه وېشل کېږي.

د یاد ریاست ویاند نورالله پتمن سلام‌وطندار ته وايي، ولایتونو کې د پاسپورټ غوښتونکو شمېر کم شوی او په وینا یې، مرکز او ولایتونو کې د پاسپورټ وېش عادي حالت ته ګرځېدلی دی. د یاد ریاست د مسوولانو په وینا، دا مهال د کابل د پاسپورټ وېش په درېوو نویو څانګو کې هره ورځ ۲۰۰۰ پاسپورټونه وېشل کېږي.

تېرکال معلولانو او یتیمانو سره څه باندې ۱۵ میلیارډ افغانۍ مرسته شوې

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پر مهال یې، کونډو، یتیمانو او معلولانو سره په ټولییز ډول څه باندې ۱۵ میلیارډ افغانۍ مرسته کړې.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن چهارشنبه، د زمري ۳۱مه کابل کې د «امارتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې» کړې دي.