د افغانستان بانک تېرکال څه باندې اووه میلیارډ زړې افغانۍ سوځولي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې دغه بانک د تېرکال پرمهال د هېواد په کچه له بازارونو څه باندې اووه میلیارډ زړې افغانۍ راټولې او سوځولې دي.

د یاد بانک مسوولانو دغه څرګندونې نن پنج‌شنبه، وږي ۱۵مه کابل کې د یاد بانک د وروستیو یو کلونو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

د سټنډرډ ملي ادارې تېرکال څه باندې دوه میلیارډ افغانۍ عواید ټول کړي

د سټنډرډ ملي ادارې مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال یې، د هېواد په بندرونو کې ۱۱ میلیونه او ۲۵۸زره ټُنه سوند او ودانیزو توکو له کیفیت څارنه کړې.

دغه څرګندونې د یادې ادارې مسوولانو نن چهارشنبه، وږي ۱۴مه کابل کې د خپلو یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

د اوزبکستان استخباراتو رییس: افغانستان باید یوازې پرې نه‌ږدو

د اوزبکستان د استخباراتو او سرحداتو رییس عبدالسلام عزیزوف د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې برخه کې له افغانستان سره پر همکارۍ ټينګار کړی دی. د اوزبکستان د استخباراتو او سرحداتو رییس همداراز دې ناسته کې د شانګهای همکاریوسازمان د غړیو هېوادونو او د ګډو ګټو هېوادونو د ګډو ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.

کندهار او هلمند کې په ورځنۍ کچه شاوخوا «١٥٠زره» لیټره شیدې تولیدېږي

کندهار او  هلمند کې دغواګانو له خصوصي  فارمونو څخه  هره ورځ ١٥٠زره لیټره شیدې را ټولېږي چې له ډلې یې، ١٢٠زره لیټره په کندهار او  ٣٠زره لیټره هم هلمند کې تولیدېږي.

د دواړو ولایتونو محلي مسوولان وايي چې یاد ولایتونه د تازه شیدو له اړخه پر ځان‌بسیا شوې دي.

غزني کې له زده‌کړو پاتې نجونو زده‌کوونکو د غالۍ اوبدلو ته مخه کړې

غزني کې یو‌شمېر هغه زده‌کوونکې چې زده‌کړې یې، نیمه کې پاتې، سلام‌وطندار ته وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې یې، غالۍ اوبدلو ته مخه کړې.

شریفه د دولسم ټولګي زده‌کوونکې ده او له ښوونځي نه‌ده فارغه شوې، سلام‌وطندار ته وویل، د وزګارتیا له کبله یې، د غالۍ اوبدلو ته مخه کړې او په وینا یې، هم بوخته ده او هم د میاشتې ۲۰۰۰اف ترلاسه کوي.

د اُرګون د درې سیمې زده‌کوونکي ښوونځي ته ۱۵ کیلومټره پلی مزل کوي

د پکتيکا د ارګون ولسوالي اړوند «درې سیمې» اوسېدونکي وايي چې سیمه کې یې، د روغتیايي مرکز نشتون له امله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دې سیمه کې چې شاوخوا دوه زره کورنۍ ژوند کوي، د ارګون ولسوالي له مرکز څخه ۳۵ کيلومتره لرې پرته ده چې له مرکز سره نښلېدونکی سړک یې هم کنډ او کپر دی.

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان د بانک مسوولان وايي چې سبا «چهار‌شنبه، وږي ۱۴مه» به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (سه‌‌شنبه، د وږي ۱۳مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا چهارشنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

افغانستان باید د اړتیا وړ یونیم میلیون میټریک ټن غنم له بهر وارد کړي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي، د روان لمریز کال پرمهال هېواد کې پر ۲،۱۴ میلیون هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې ترې ۵ میلیونه مټریک ټنه غنم ترلاسه شوي او د تېرو کلونو په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د رغنیزو پروژو ساتنې ته نه‌پام؛ لښکرګاه ښاروالي: اړ یوو یوه پروژه څو ځلې پلې کړو

د لښکرګاه ښاروالي مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې د میلیونونو افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کوي، خو په وینا یې، د یوشمېر ښاریانو د نه‌پاملرنې په دلیل د ښار ډېری رغول شوې برخې تر لنډې مودې وروسته بیرته خرابېږي.

میدان‌وردګ کې په ۲۰ میلیونه افغانیو یو جومات جوړ شو

د میدان‌وردګ محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۰ میلیونه افغانیو پر ارزښت یو جامع جومات جوړ او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو.

د میدان وردګ د والي ویاند وحید‌الله سروري سلام‌وطندار ته وویل، مرکز میدان‌ښار کې د یوه شخصي کس حبیب‌الله جانبدار په مالي ملاتړ د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د «صوفي شازمان» په نوم جومات جوړ کړی دی.

پکتيا کې د ۱۰۰خرواره لرګیـو د قاچاق مخه نیول شوې

پکتیا کې امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمو کې د شاوخوا ۱۰۰ خرواره سوند لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې.

د یاد ولایت امنيه قومنداني څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د قومنداني اړوند، د شنې قطعې ځواکونو له لورې د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو سیمو کې د ١٠٠ خرواره سوند لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې.