
سمنګان کې خبریالان: شوې زلزلې مو کورونه ویجاړ او د بیارغونې توان یې نهلرو
د هېواد په شمال کې د روان کال د لړم میاشتې د ۱۲مې نېټې د مرګونې زلزلې له امله، سمنګان کې د یوشمېر خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو هستوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.
سمنګان کې یوشمېر هغه خبریالان چې تل یې په سختو شرایطو کې د خلکو لپاره اطلاع رسونه کړې، اوس د وراوښتو زیانونو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.














