سرګي لاوروف: د افغانستان اړوند ناستو ته به د ا.ا د استازیو بلل دوام ولري

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي د مسکو فارمټ شپږمې ناستې په څنډه کې د روسيې بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي، دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او روسيې پر دوه اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو او سيمه‌ييزو چارو خبرې کړي.

مجاهد: د مسکوفارمټ ناسته د افغانستان او سیمې لپاره ښه پرمختګ و

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه غونډه روسیه کې د یوشمېر هېوادونو د استازیو او د سرپرست حکومت د پلاوي په ګډون «جمعه، تلې ۱۳مه» جوړه شوه چې د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو په‌کې بحث او خبرې وشوې.

د سرپرست حکومت د ویاند ذبېح الله مجاهد سلام‌وطندار ته وویل چې دغه غونډه د افغانستان او د سیمې د پرمختګ لپاره مهمه ناسته وه.

له هرات څخه بهر ته صادرات ۹۸سلنه زیات شوي

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې له دغه ولایت د صادراتو کچه ۹۸سلنه زیاته شوې.

د هرات صادرات د اسلام‌قلعه او تورغونډۍ بندرونو له لارې نورو ولایتونو او هېوادونو ته کېږي.

سرپل کې د راکېټ مرمۍ چاودنې له امله درې ماشومان مړه شوي

سرپل کې له تېرو جګړو څخه پاتې د راکېټ مرمۍ چاودنې له امله درېوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د راکېټ دغه مرمۍ هغه مهال چاودنه کړې چې ماشومان پر لوبه بوخت وو.

دلاور: نړیوالو غوښتل زموږ ځوانان پر نشو روږدي کړي

د افغاني سرې مياشتې ټولنې عمومي رییس شهاب‌الدين دلاور وايي چې نړیوالو غوښتل افغان ځوانان پر نشو اخته کړي.

هغه همداراز له مسوولانو غوښتنه کړې چې د کونډو او یتیمانو د حقونو سپارلو برخه کې دې بې‌غوري ونه‌وکړي. دلاور پر حکومتي چارواکو او مسوولانو غږ وکړ چې خپل مسوولیتونه په صداقت او اماندارۍ مخته یوسي. نوموړي دغه څرګندونې پکتیا کې «پنج‌شنبه، تلې ۱۲مه» د یوې غونډې پرمهال کړې دي.

هېواد کې روان کال د صادراتو په پرتله د مېوو کورنی مصرف زیات دی

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، روان کال د صادراتو په پرتله د تازه مېوو کورنی مصرف ډېری شوی دی

د دوی په وینا، د تېرو کلونو په پرتله سږکال افغانستان کې باغ‌لرونکو ښه حاصلات ترلاسه کړي، خو د پاکستان له لارې د صادراتو پر وړاندې خنډ لامل شوی چې د تازه مېوو د صادراتو کچه د پام وړ کمه شي.

افغان‌کوریا انسټیټیوټ ته د حرفوي زده‌کړو لپاره ۸۰۰ کسان وروپېژندل شول

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له هلمند، فراه او فاریاب ولایتونو کې د ښځو په ګډون ۸۰۰ بې‌پرسته  او بې‌وزله کسان د حرفوي زده‌کړو لپاره افغان کوریا انستیتیوت ته معرفي کړي دي.

دغه کسان نن پنج‌شنبه، تلې ۱۲مه کابل کې د یادې ټولنې د مسوولانو او نور چارواکو له‌خوا دغه انسټیټیوټ ته ورپېژندل شوې دي.

عباس ستانکزی: د تازه مېوو د صادراتو ستونزې به هوارې شي

لوګر کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې او کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنیزو محصولاتو د تولید او بازارموندنې برخه کې د شته ستونزو او لاسته‌راوړنو په تړاو غونډه جوړه شوې وه.

جوړې شوې غونډې ته د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي وویل، درېوو کلونو کې په هېواد کې کرنې او مالدارۍ پرمختګ کړی دی.

د افغانستان په تړاو سبا د «مسکو فارمټ شپږم پړاو» ناسته جوړېږي

ټاکل شوې چې سبا «جمعه، تلې ۱۳مه» روسیه، چین، ایران، اوزبیکستان، پاکستان، هند، قزاقستان، تاجیکستان او ترکمنستان د مسکو فارمټ کې د افغانستان په تړاو بحث او خبرې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اعلان له مخې، په دې ناسته کې به د «ملي روغې جوړې» د بهیر پر پیاوړتیا او سرپرست حکومت سره د هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې وشي.

بهرنیوچارو وزارت: افغانستان کې هېڅ ډول تبعیض شتون نه‌لري

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي ادعا کړې چې سرپرست حکومت افغانستان کې قومي، مذهبي او ژبني تعصب ته لمن وهي. خو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، هېواد کې هېڅ ډول تبعیض او تعصب شتون نه‌لري.

کندهار کې په ۱۰۶زره ډالرو د «ملالۍکانال» چارې بشپړې شوې

د کندهار په میوند ولسوالي کې د ۱۰۶زره امریکايي ډالرو په لګښت د ملالۍ په نوم کانال چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یاد کانال د پرانېستېدو مراسمو ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو سربېره د کندهار محلي مسوولانو هم ګډون کړی وو.

لوګر کې یو ۱۳کلن ماشوم د انسان‌تښتوونکو له منګولو ازاد شوی

د دغه ولایت امنیه قومندان مولوي محمدالدین شاه محبت پل‌علم کې خبریالانو ته وویل، یاد ماشوم چې شاوخوا ۱۳ کاله عمر لري او په اصل کې د محمداغې ولسوالي «سفیدسنګ» سیمې اوسېدونکي دی، درې میاشتې وړاندې د پل‌علم له «هون‌سفلی» سیمې څخه نادرکه شوی و.

پکتيکا کې د مرغانو ښکار په تور څلور کسان نيول شوي

پکتیکا کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د مرغانو د ښکار په تور څلور کسان نیول شوې دي.

د پکتيکا ولايت مقام څخه نن «سه‌شنبه، تلې لسمه» په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه کسان د مټاخان ولسوالي د احمدزيو په سيمه کې نیول شوي دي. خبرپانه کې ويل شوي چې له نيول شويو کسانو سره د ښکار وسایل او همدارنګه ۱۲ بېلابېل ډوله مرغان هم ترلاسه شوې دي.

غزني کې د «د شونډو او تالو چاود» ماشومانو وړیا درملنه کېږي

غزني کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د پرې شونډو او تالو ماشومانو په وړیا توګه د عملیاتو بهیر روان دی.

دغه عملیات چې له کابل څخه دغه ولایت ته د ورغلې روغتیايي ډلې له‌خوا کېږي، د روانې اوونۍ تر پایه به د یاد ولایت ټول تالو او پرې شونډې ماشومان عملیات شي.