د بدخشان کروندګر: سږکال مو د للمي غنمو او وربشو حاصلات کم دي

بدخشان کې د تېرکال په پرتله سږکال د للمي غنمو او وربشو حاصلات د پام وړ کم شوي دي. د یادو حاصلاتو کمښت د اصلاح شویو تخمونو کموالی او ټیټ کیفیت یاد شوی دی.

د دغه ولایت یوه کروندګر وجهه‌الدین سلام‌وطندار ته وايي، کروندګر د اړوند ادارو ملاتړ او پاملرنې ته اړتیا لري او شته ستونزې یې، باید هوارې شي.

میدان‌وردګ کې د مېوو سوداګریز مارکېټ پرانېستل شو

د میدان‌وردګ د ښاروالي له لوري په مرکز میدانښار کې د تازه مېوې د راکړې ورکړې لپاره لوي سوداګریز مارکېټ پرانېستل شوی دی.

د یاد مارکېټ پرانېستې مراسمو ته د دغه ولایت مرستیال والي مولوي سیدالرحمن حافظ وویل، د میدان‌وردګ اوسېدونکو په ځانګړې توګه د بڼوالو لپاره دا یوه لویه لاسته‌راوړنه ده.

لوګر کې د انځورګرۍ او خطاطۍ هنر کمرنګه شوی

د لوګر یوشمېر فرهنګ‌پال سلام‌وطندار ته وايي چې د پخوا په پرتله دغه ولایت کې د انځورګرۍ او خطاطي هنر کمرنګه شوی دی.

د دوی په وینا، د خطاطي او انځورګرۍ هنر ته د ځوانانو او فرهنګ‌پالو نه پاملرنه، د باتجربه او مسلکي ښوونکو نشتون او د چاپي خدمتونو د مرکزونو زیاتوالی، د دغه هنر د پیکه‌کېدو مهم لاملونه بولي. د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هرکال د خطاطۍ او انځورګرۍ نندارتونونه او ورکشاپونه جوړوي.

کروندګر: د اقتصادي ستونزو له امله اړ یو د کوکنارو کښت ته مخه کړو

هېواد کې یوشمېر کروندګر وايي، که د سرپرست حکومت له لوري ورته د بدیل کښت زمینه برابره نه‌شي، اړ دي چې د اقتصادي ستونزو له امله بېرته د کوکنارو کښت ته مخه کړي.

دغه کروندګر چې په تېر یوه کال کې یې د کوکنارو د کرلو پر ځای نورو کښتونو ته مخه کړې، شکایت لري چې د نشه‌يي توکو بدیل کښت ته لاسرسی نه‌لري.

کندهار کې پر ۱۴۹۰ بڼوالو د حاصلاتو راټولولو اړین توکي وېشل شوي

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې پر ۱۴۹۰ بڼوالو د حاصلاتو د راټولولو اړوند اړین توکي وېشل شوې دي.

د مرستو دغه لړۍ چې څه موده مخکې پیل شوې وه، د یاد ولایت پنجوايي او زېړۍ ولسوالیو کې پر ۳۰۹ بڼوالو د مرستو وېش سره، د مرستو ترلاسه‌کوونکو شمېر ۱۴۹۰ ته رسېدلی دی.

کورنی کړکېچ؛ ا.ا: د پاکستان حکومت دې نارضایتۍ سره واقعبین چلن وکړي

د وروستیو ورځو پرمهال په پاکستان کې د امنیتي پېښو ترڅنګ د یوشمېر سیاسي او قومونو ګوندونو اعتراضونو زور اخیستی دی.

د امنیتي پېښو په لړ کې بېګاه شپه د دغه هېواد د کراچۍ ښار هوايي ډګر ته نږدې، پر چینايي وګړو برید شوی چې له امله یې، دوه چینايان وژل شوي او لس نور کسان ټپیان دي.

پکتيکا کې پر ۳۰زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او کيمياوي سره وېشل کېږي

د پکتیکا محلي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې پر ۳۰زره بزګرانو د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پیل شوه.

د پکتيکا ولايت مقام څخه سلام‌وطندار ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د مرکز ښرنې په ګډون په ټولو ولسواليو کې پر ۳۰زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او کيمياوي سره وېشلو لړۍ پيل شوې.

پکتيا د ۴۰زره ډالرو په لګښت د سړکونو‌ د جوړېدو‌ چارې پيل شوې

پکتیا کې د ګردېز ښاروالي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۴۰زره امریکايي ډالرو په لګښت د سړکونو د جوړېدو چارې پیل شوې.

د ګردېز ښاروالي د مسوولانو په وینا، د ملګروملتونو پراختيايي ادارې(UNDP) په مالي لګښت د پکتيا په مرکز ګردېز کې د لوړ پوړيزو ودانيو ترمنځ د کوچنيو سړکونو د کانګريټي جوړيدو چارې پيل شوې دي.

کابل کې د «امام‌ابوحنیفه» درېیم ملي او نړیوال نندارتون پرانېستل شو

د امام ابوحنیفه درېیم نړیوال نندارتون د سوداګرو، کورنیو پانګوالو او د سیمې هېوادونو د استازیو په ګډون نن یکشنبه، تلې ۱۵مه، کابل کې پرانیستل شو چې شپږ ورځې به روان وي.
د امام‌ابوحنیفه درېیم نړیوال نندارتون یوشمېر ګډونوال خپلو محصولاتو ته د بازارموندنې لپاره د دغه ډول نندارتونو ترسره کول ګټور بولي.

کاپیسا کې له زده‌کړو پاتې یوشمېر نجونو کرنې او لاسي صنایعو ته مخه کړې

 کاپیسا ولایت کې له لوړو زده‌کړو پاتې یوشمېر نجونې زده‌کړیالانې وايي، د پوهنتونونو له تړل‌ کېدو وروسته یې، د وزګارتیا له امله کرنې او لاسي صنایعو ته مخه کړې.

د کاپیسا ولایت د مرکز «محمودراقي» اوسېدونکې رویا وايي چې د پوهنتونونو له تړل‌کېدو وروسته یې، خیاطي ته مخه کړې.

میدان‌وردګ کې پر زرګونه بزګرانو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره وېشل شوې

د میدان‌وردګ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO)  له لوري د مرکز میدانښار په ګډون په نهو ولسوالیو کې پر شپاړس نېم زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره وېشل شوې.

ځوانان او ځیرک موبایلونه؛ «ډېرې رواني ستونزې پیدا کوي»

سلام‌وطندار له ځیرکو ټیلیفونونو د استفادې په پار له ۲۷ نجونو او هلکانو سره مرکې کړې چې د یادو مرکو پایلې ښيي، ډېری دغه ځوانان له ځیرکو موبایلونو د زده‌کړو، انلاین پېر، د اطلاعاتو کچې لوړېدو او تفرېح لپاره کاروي. سونم وویل: «له برښنالیک استفاده کوم؛ برښنالیک راته بل چا جوړ کړی دی.»

پکتيکا کې د رسنيو ترمنځ د کرېکټ سيالي پيل شوې

د پکتيکا ولايت مقام څخه سلام‌وطندار ‌ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه ولایت د محلي رسنیو ترمنځ د کرېکټ سیالي پیل شوې.

د خبرپاڼې له مخې، دغه سیالي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند ځوانانو چارو امريت له لوري او د کرېکټ امریت په همغږي پیل شوې دي.

سرګي لاوروف: د افغانستان اړوند ناستو ته به د ا.ا د استازیو بلل دوام ولري

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي د مسکو فارمټ شپږمې ناستې په څنډه کې د روسيې بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي، دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او روسيې پر دوه اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو او سيمه‌ييزو چارو خبرې کړي.