د برښنا پرچاوي؛ د کابل اوسېدونکي: یوه شپه برښنا وي او څو شپې نه‌وي

د پلازمېنې کابل ښار د بېلابېلو ناحیو اوسېدونکي د برښنا پرچاوي له ډېروالي د شکایت ترڅنګ وايي چې ډېری وخت شپې له برښنا پرته سبا کوي.

د کابل ښار د دشت‌برچي اوسېدونکې فاطمه سلام‌وطندار ته وايي چې د وروستیو ورځو پرمهال د هوا سړېدو سره سره د برښنا پرچاوي هم زیاته شوې.

«له هغې ورځې چې ښوونځي تړل شوي، فکر کوم څه رانه‌ ورک دي»

مریم چې دا یې، مستعار نوم دی، د هرات اوسېدونکې ده او د ښوونځیو له تړل‌کېدو راوروسته پر ژورخپګان اخته شوې. هغه وايي: «له هغه ورځ راهیسې چې ښوونځي تړل شوي، هېڅ ځواک او ارام نه‌لرم؛ فکر کوم څه مې ورک کړي. نور هېڅ هېله نه‌لرم؛ فکر کوم چې هر څه مې له لاسه ورکړي دي.»

بلوچستان کې د برید پرمهال د افغانانو په ګډون ۲۰ کارګر وژل شوي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په دوکۍ ولسوالي کې د ډبرو سکرو کان پر کارګرو برید کړی چې له امله یې، شل کارګر وژل شوي دي.

د دوکۍ ولسوالي چارواکي وايي چې برید بېګاه شپه ۱۲ بجې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري شوی چې په‌کې یوشمېر نور کارګر ټپیان شوي هم دي.

عامه کتابتون ته د مراجعینو شمېر له ۸۰۰ څخه ۱۵۰۰ ته لوړ شوی

د کابل د عامه کتابتون مسوولان وايي چې د تېرو درېوو کلونو پرمهال دغه کتابتون ته د ورتلونکو کسانو شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او شمېر یې، له ۸۰۰ څخه ۱۵۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

د کابل د عامه کتابتون د عامه اړیکو عمومي مدير خالد اوریا سلام‌وطندار ته وايي، هڅه کوي چې د بېلابېلو پروگرامونو له لارې په ټولنه کې د کتاب لوستنې فرهنګ دود کړي.

نوښت‌ګر ځوانان؛ «که کمک وشي، دا راډیو به په ملي راډیو بدله کړم»

 د بهادر راډیو؛ د هغه ځوان نوښت چې یوازې د ۸۰۰ افغانیو په لګښت یې، دغه راډیو جوړه کړې. ۲۲کلن سیلوان بهادري چې په یوه پښه معلول هم دی، په خپل نوښت د بهادر په نوم راډیو جوړه کړې چې تر پنځو کیلومټره پورې نشرات لري. هغه وايي، زغم یې وکړ او د ټلوېزیون پرځای یې، د راډیو پر جوړولو لاس په‌کار شو.

عامې روغتیا وزارت: هېواد کې یونیم میلیون کسان د سترګو پر ناروغي اخته دي

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې دا مهال هېواد کې یو میلیون او ۵۰۰زره کسان د سترګو پر بېلابېلو ناروغیو اخته دي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معیین عبدالولي حقاني دې نمانځ‌غونډه کې وویل چې هرکال په هېواد کې ۲۵زره کسان د خپلې یوې سترګې لید له لاسه ورکوي.

پکتيا کې په څه باندې درې ميليونه افغانۍ د اوبولګولو کانال جوړېږي

د پکتیا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې په څه باندې درې میلیونه افغانۍ د یوه کانال د جوړېدو چارې پیل شوې.

د یاد ریاست له لوري نن پنج‌شنبه، تلې ۱۹مه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه کانال د زرمت ولسوالي اړوند کوتي‌خېل کلی کې جوړېږي.

هرات کې یوه کس خپل پلار وژلی

د هرات محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د رباط‌‌سنګي ولسوالي اړوند سیمه کې یوه کس خپل پلار وژلی دی.

پېښه نن پنج‌شنبه، تلې ۱۹مه رامنځته شوې.

د اسراییلو بریدونه؛ خان‌یونس کې پنځه کسان مړه شوي

د غزې په خان یونس کې د اسراییلو ځواکونو د جېټ‌الوتکو په بریدونو کې د یوې کورنۍ پنځه غړیو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیري خبري شبکې نن پنج‌شنبه، اکتوبر لسمه راپور ورکړی چې دغه کورنۍ د غزې سوېل د خان یونس په «الفخري» سیمه کې په نښه شوې.

بلخ کې د مېرمنو د کورني تولیداتو یو ورځنی نندارتون جوړ شوی

بلخ کې د کرنې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ښځو کورني تولیداتو او کرنیز یو ورځنی نندارتون جوړ شوی دی.

دغه نندارتون نن پنج‌شنبه، تلې ۱۹مه د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې جوړ شوی او مالي لګښت یې، د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف له لوري ورکول کېږي.

درېوو ادارو باروړونکو موټرو کې د جي‌پي‌اېس‌لاکر لګولو تړون لاسلیک کړ

د ټرانسپورټ او مالیې وزارتونو او د امارتي شرکتونو لوی ریاست ترمنځ په هېواد کې د ډاډمن ټرانزیټ او پانګونې جذب په موخه باروړونکو موټرو کې د ځیرک قلفونو لګولو تړون لاسلیک کړ.

دغه تړون نن چهارشنبه، تلې ۱۸مه کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پرمهال لاسلیک کړ.

پکتیکا کې په ۳میلیونه افغانۍ يتيمو او بې‌سرپرسته کورنيو ته ۲۰ کورونه جوړ شول

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه خیریه بنسټ له لوري یتیمو او بې‌سرپرسته کورنیو ته د هستوګنې ۲۰ کورونه جوړ  او سپارلي دي.

دغه کورونه د یاد ولایت په خوشامند ولسوالي کې د «المواسات خیریه بنسټ» له لوري جوړ شوي چې د ولايتي مسوولانو  له‌خوا بې‌سرپرسته او یتیمو کورنیو ته وسپارل شول.

د بدخشان کروندګر: سږکال مو د للمي غنمو او وربشو حاصلات کم دي

بدخشان کې د تېرکال په پرتله سږکال د للمي غنمو او وربشو حاصلات د پام وړ کم شوي دي. د یادو حاصلاتو کمښت د اصلاح شویو تخمونو کموالی او ټیټ کیفیت یاد شوی دی.

د دغه ولایت یوه کروندګر وجهه‌الدین سلام‌وطندار ته وايي، کروندګر د اړوند ادارو ملاتړ او پاملرنې ته اړتیا لري او شته ستونزې یې، باید هوارې شي.