
د کابل-لوګر پر لویه لاره د موټرو د ګړندي تګ کنټرول پیل شو
د لوګر امنیه قومنداني د ټرافیکو مدیریت چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار او محمداغې ولسوالي سیمو کې د کابل-لوګر عمومي لارې په اړوند سیمه کې د لوړ سرعت موټرو کنټرول پيل شو.

د لوګر امنیه قومنداني د ټرافیکو مدیریت چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار او محمداغې ولسوالي سیمو کې د کابل-لوګر عمومي لارې په اړوند سیمه کې د لوړ سرعت موټرو کنټرول پيل شو.

د لغمان مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې صنعتکارې مېرمنې وايي، دغه ولایت کې د ښځو بازار نیمهګړې چارې دې بشپړې شي.
د مسوولانو په وینا، دغه ولایت کې شاوخوا ۵۰۰ مېرمنې په فردي ډول کاروبار کوي او یوشمېر دغه مېرمنې چې د خوراکي توکو او د ښځینه جامو ګنډلو په څېر بېلابېل توکي تولیدوي، سلاموطندار ته وايي، محصولات یې، د پام وړ بازار نهلري.

د میدانوردګ امنیه قومنداني اړوند د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري شاوخوا ۴زره کېلوګرامه نیول شوي نشهیي توکي لهمنځه وړل شوي دي.

د هرات زېږنتون کې یوشمېر ډاکټرانې وايي چې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې ډېری مېرمنې د وینې «RH منفي» ګروپ په اړه د عامه پوهاوي نشتون له کبله خپل ماشومان له لاسه ورکوي.
د دوی په وینا، د هرات ولایتي روغتون او زېږنتون کې د مېرمنو د اراېچ منفي وینې ګروپ تشخیص لپار روغتیايي دولتي مرکز شتون نهلري.

د ایران د پولهساتو ځواکونو قومندان احمدعلي ګودرزي د «یکشنبه، تلې ۲۹مه» د ایران له دولتي خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، هېواد ته يې د نشهيي توکو ۸۰ سلنه قاچاق د افغانستان او پاکستان د پولو له لارې کېږي.

فاریاب کې یوشمېر هغه مېرمنې چې د کورنۍ سرپرستي ور په غاړه ده او لاسي صنایع تولیدوي، خپل بد وضعیت څخه شکایت کوي او وايي، ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. له دوی څخه ځینې وايي له نورو ترلاسه شوې مرستې پلوري څو ژوند پرې مخ ته یوسي.

د غزني اوسېدونکی عزیزالله چې یو کال وړاندې یې، کوژدنه کړې، وايي، د اقتصادي ستونزو او لوړ ولور له کبله تراوسه نهدی بریالی شوی چې واده وکړي. «له پور پرته د واده کول ستونزمن دي؛ خسرګنۍ مې ۳۰۰زره افغانۍ ولور اېښی او تراوسه مې پیسې ورته نهدي برابرې کړي.»

په ګڼمېشتي کابل ښار کې د پلي تګ لپاره د هوايي پلونو نهشتون له امله دغه ښاریان په ځانګړې توګه ماشومان او زدهکوونکي له سړکونو څخه د تېرېدو پرمهال له ستونزو او د ټرافیکي پېښو له خطر سره مخ کړي دي. شفیقالله ۳۰ـ ۴۰ کاله کېږي چې د کابل میرویس میدان، خوشحالخان، کمپنۍ او نورو سیمو کې موټر چلوي.

هېواد کې ډېری ځوانان تحصیلي څانګې د کورنیو په خوښه او یا د خپلې لېوالتېا له مخې ټاکي، خو ټاکل شوې څانګې څخه تر فراغت وروسته دغه ځوانان د دندو په موندلو کې پاتې راځي او اړ دي چې د خپلې رشتې خلاف دنده وکړي. سلاموطندار په دغه راپور کې له هغو ځوانانو سره مرکې کړي چې د تحصیلي رشتو خلاف دندې کوي او وزګاره دي.

یلدُز مسرور ۳۰ کاله وړاندې فاریاب کې زېږېدلې او له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې یې، دغه ولایت کې رسنیز فعالیتونه کړي دي. له خبریالۍ سره د هغې مینه له ټولو سختیو او ستونزو سره مل وه، خو دا د ټولو ناخوالو پر وړاندې درېدلې او خپله هیله یې، له لاس نهده ورکړې. مسرور د خبریالۍ پرمهال هڅه کړې چې خپل شخصي ژوند او مسلکي چارو ترمنځ انډول وساتي.

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د شیدو د پروسس او د لبني تولیداتو هغه کارخونه چې د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې وه او د تېرو څو لسیزو جګړو پرمهال يې هرڅه لهمنځه تللي وو، د کرنې ریاست په هڅو د خصوصي سکتور په همکارۍ بیا ځلې جوړېږي.

افغانستان کې د خپلوانو ترمنځ وادونه د کورنیو جوړښتونو له امله دود او پراخ دي؛ خو دغه وادونه جینیتکي ناروغۍ له ځان سره لري چې د سختو ناروغیو او د اولادونو روغتیا ګواښلی شي.
سلاموطندار په دغه راپور کې له لسو هغو مېرمنو او خاوندانو سره مرکې کړي چې په خپلو کې یې، وادونه کړې دي.

سلاموطندار له ۲۲ مېرمنو سره مرکې کړې چې خاوندان یې، په سمه توګه د کورنۍ سرپرستي نهکوي او خپل مسوولیتونه سر ته نهرسوي.
دغه مېرمنې چې د ژوند اړتیا برابرولو برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د خاوندانو له ناسم او له تاوتریخوالي ډک چلند هم شکایت لري.

د کابل بادامباغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۱م خزاني نندارتون یوشمېر ګډونوالوالې مېرمنې وايي، د نندارتونونو جوړول د دوی بازارموندنې ته زمینه برابره کړې او باید دې برخې ته ډېر پام وشي. ۲۰کلنه سویتا د روپاني شرکت کارکوونکې ده. دا وايي، یاده کارخونه کې څه باندې ۶۰ کسان کار کوي.

په یوې څنډه کې ناسته ده او ورو خپل درسونه لولي؛ د ښوونځي پرانېستلو ته په تمه ده؛ نږدې ورغلم او له سلام ویلو وروسته مې ترې نوم وپوښت؛ په مسکا یې، ځواب راکړ او وویل «بهار یم، د شپږم ټولګي زدهکوونکې.»
۱۲کلنه بهار د کابل اوسېدونکې ده او د روان ښوونیز کال وروستۍ میاشتې یې دي. دا چې ښوونیز کال په پای ته رسېدو دی، ناهیله ده او له سرپرست حکومت غواړي چې نجونې زدهکړو ته پرېږدي.

د بامیان یکاولنګ ولسوالي یوې څنډه کې له زدهکړو او کار محرومې یوې مېرمنې ته زدهکړو او کار زمینه برابره شوې.
ربابه واحدي کلونه وړاندې د ۵۰زره افغانیو په لګښت د «بامیکا» په نوم د ښځو لپاره د خیاطي زدهکړې او کار لپاره کارخونه جوړه کړې چې اوس پهکې مېرمنې هم خیاطي زدهکوي او هم کار کوي.