
پاکستان کې چاودنه؛ پنځه سرتیري وژل شوي
د پاکستان پوځ وايي چې د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند د کُرمې په صده سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه موټر د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله پنځه سرتیري وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ جمعه، جون ۲۱مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له چاودنې وروسته سیمه کې پراخ عملیات پیل شوې دي. دغه سرتیري په یاده سیمه کې د وسلهوالو د لهمنځه وړو په موخه پر عملیاتو بوخت و.














