
هند کې د ګرمۍ له امله پنځه کسان مړه شوي
د هندۍ رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد پلازمېنه نوېډیلي کې د ګرمۍ له امله پنځه کسان مړه شوې دي.
د ټایمزافانډیا ورځپاڼې نن چهارشنبې، جون ۱۹مه راپور ورکړی چې پلازمېنه نوېډیلي کې د تودوخې سختې څپې په دې اوونۍ کې لږترلږه پنځه کسان مړه کړي دي.














