
د شیخ حسینې زوی: مور مې استعفا نهده ورکړې
د بنګلهدېش د لومړۍ وزیرې شیخ حسینې زوی، وايي چې مور یې، هند ته له تګ وړاندې، استعفا نهوه ورکړې.
شیخ حسینه د تېرې اوونې د دوشنبې پر ورځ دغه هېواد د دولت ضد لاریونونو او پاڅون په پایله کې هند ته لاړه او ورسره یې، ۱۵کلنه واکمني پای ته ورسېده.














