
پر لبنان د اسراییلو بریدونه؛ څه باندې ۲۰۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی
له هغه وخت راهیسې چې اسراییلو لبنان کې د حزبالله پر مرکزونو بریدونه پیل کړي، دغه هېواد کې د یادو بریدونو له امله څه باندې ۲۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د لبنان روغتیا وزارت چارواکو په وینا، دغه کسان یوازې د اسراییلو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي دي.













