
اسراییلو پر لبنان ۲۰۰ توغندي وېشتلي
د اسراییلو پوځ وايي چې د تېرې یوې شپې او ورځې پرمهال لبنان کې د حزبالله ډلې پر مرکزونو ۲۰۰ توغندي وېشتلي دي.
د اسراییلو د پوځي عملیاتو اصلي تمرکز د لبنان پلازمېنې بیروت ښار په ختیځ بقاع سیمه کې او د سوېل اړوند سیمو کې دی، چېرته چې د اسراییلو ځواکونو او د ملګروملتونو سولهساته ځواکونو ترمنځ ترینګلتیا رامنځته شوې.














