
له لبنان توغندیز برید کې یوولس اسراییلیان ټپیان شوي
له لبنان پر اسراییلو د توغندیزو بریدونو پرمهال یوولس اسراییلیان ټپیان شوي دي. دغه کسان پر یوه کور د راکېت لګېدو له امله ژوبل شوي دي.
د اسراییلو د بېړنیو خدمتونو اداره وايي چې دغه توغندی له لبنان توغولی شوی او د اسراییلو مرکزي سیمه کې پر یوه کور لګېدلی دی.














