
پاکستان کې چاودنه؛ لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۰ ټپیان دي
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د بمي چاودنې له امله ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي. پېښه نن شنبه، د نومبر نهمه «لړم ۱۹مه» د بلوچستان ایالت د کوېټې ښار د اورکاډي په تمځای کې شوې.
پاکستاني رسنیو د بلوچستان د پولیسو مشر محمدبلوڅ له قوله ویلي، چاودنه هغه مهال شوې چې یو اورګاډی له کوېټې څخه پېښور ښار ته روان و.














