
اوکراین پر روسیې تر ټولو لوی هوايي برید کړی
د اوکراین چارواکي ادعا کوي چې د جګړې له پیل راهیسې یې، پر روسیې تر ټولو لوی هوايي برید کړی دی.
د اوکراین او د روسیې ترمنځ د روانې جګړې نږدې درې کاله پوره کېږي.

د اوکراین چارواکي ادعا کوي چې د جګړې له پیل راهیسې یې، پر روسیې تر ټولو لوی هوايي برید کړی دی.
د اوکراین او د روسیې ترمنځ د روانې جګړې نږدې درې کاله پوره کېږي.

غزه کې چارواکي وايي چې نن چهارشنبه، جنورۍ ۱۵مې سهار راهیسې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو د بریدونو له امله ۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سوېليکوریا چارواکي وايي چې د اوکراین پر ضد روانه جګړه کې د شماليکوریا ۳۰۰ سرتیري وژل شوي او ۲۷۰۰ نور ټپیان دي.
د سوېليکوریا د ملي استخباراتو ادارې دغه معلومات خبریالانو سره شریک کړي دي.

د غزې په شمال کې د اسراییلي ځواکونو د روانو بریدونو او کلابندۍ له امله شاوخوا ۵۰۰۰ کسان وژل شوي او یا هم ورک دي.
د الجزیرې خبري شبکې نن دوشنبه، جنورۍ ۱۳مه راپور ورکړی چې د یادو بریدونو له امله څه باندې ۹۵۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

د اوکراین چارواکي وايي چې د روسیې په کُرسک کې یې، د جګړې پرمهال د شماليکوریا دوه سرتېري ژوندي نیولي او کېیف ته یې، لېږلي دي.
د اوکراین امنیتي ادارې «اېسبيیو» په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له نیول شویو دوو سرتېرو یې، یو بېاسناده او دویم کس د روسیې د پوځ کارټ لري چې له منګولیا سره نږدې سیمې اوسېدونکی دی.

ملګري ملتونه وايي چې د میانمار په ختیځ راخین ایالت کې د پوځ هوايي بریدونو له امله ۴۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
ملګرروملتونو جمعه، جنورۍ ۱۰مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د راخین ایالت اړوند د رامري ښارګوټي په «کیا نيماوو» کلي کې د پوځ هوايي بریدونو پرمهال وژل شوي.

غزه کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو پرمهال څه باندې ۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه کسان د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. غزه کې د وروستیو څو میاشتو پرمهال د اسراییلو بریدونو او کلابندۍ له امله روغتونونه د تېلو، روغتیايي او نورو توکو له جدي کمښت سره مخ دي.

اندونیزیا کې د اپل موبایل جوړولو شرکت څانګې مسوولان وايي، که څه هم د یاد هېواد له حکومت سره هوکړې ته رسېدلي، خو د ایفون۱۶ پلور ته لاهم اجازه نهده ورکړل شوې.
اندونیزیا تېرکال د یاد شرکت نوی ایفون۱۶ موبایل پلور له دې امله بند کړی چې د دغه هېواد د قانون له مخې باید، یاد شرکت په خپل تولید شویو توکو کې د اندونیزیا ۳۵سلنه مواد وکاروي.

د برازیل فوټبال ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی نیمار وايي چې د ۲۰۲۶کال د فوټبال نړیوال جام کې به د وروستي ځل لپاره ولوبېږي.
د نوموړي په وینا، ډاډه دی چې برازیل به د شمالي امریکا په کېدونکي نړیوال فوټبال جام کې پایلوبې ته ورسېږي.
نیمار دا مهال د سعودي عربستان فوټبال لیګ کې له الحلال لوبډلې سره لوبېږي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د جرمني سفارت دویم سکرټر ټامس جورګن په خپل کور کې مړ موندل شوی دی.
پولیسو رسنیو ته ویلي چې نوموړی له دوو ورځو راهیسې خپلې دندې ته نهوو تللی او د لټون پرمهال په خپل کور کې مړ پیدا شوی.

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال ولکر ټرک وايي چې د تېر ۲۰۲۴کال پرمهال په ایران کې څه باندې ۹۰۰ کسان اعدام شوي دي.
ولکر ټرک چې د ملګروملتونو د بشرحقونو عالي کمېشنر هم دی، همداراز ویلي، د یادو کسانو له ډلې، یوازې ۴۰ کسان یې، د یوې اوونۍ پرمهال اعدام شوي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وايي چې په کُرسک سیمه کې د جکړې پرمهال روسي او د شمالي کوریا ګڼشمېر سرتېرو ته یې، درنه مرګژوبله اړولې.
اوکراین او لوېدیځ ادعا لري چې په دې سیمه کې د شمالي کوریا شا خوا ۱۱۰۰۰ سرتېري مېشت دي او د اوکراین پر ضد جګړه کوي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پولیسو پر موټر د چاودنې له امله پنځه کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.
د پولیسو په وینا، په چاودنه کې د ټپي شویو پنځو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

په جاپان کې چارواکي وايي چې د نړۍ تر ټولو لوړ عمر لرونکې مېرمن «ټومیکو اېټوکا» د ۱۱۶ کلونو په عمر مړه شوه.
دغه هېواد کې پولیسو رسنیو ته ویلي چې اېټوکا د ډسمبر په ۲۹مه د لوړ عمر لرونکو کسانو د ساتنې په مرکز کې مړه شوې.

غزه کې چارواکي وايي چې د تېرو درېوو ورځو پرمهال د اسراییلي ځواکونو د مرګونو بریدونو له امله څه باندې ۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دوی په وینا، یوازې پرون شنبه، جنورۍ څلورمه د غزې په بېلابېلو سیمو کې یوازې ۷۰ کسانو ژوند بایللی دی.

د مایکروسافټ نړیوال شرکت هوډ لري چې سږکال د اطلاعاتي مرکزونو پراختیا لپاره ۸۰ بیلون ډالر پانګونه وکړي.
دغه شرکت جمعه، جنورۍ درېیمه د وېبلاک په یوه پوسټ کې ویلي چې دغه پانګونه به مایکروسافټ ته دا وړتیا په لاس ورکړي چې پر مصنوعي ځېرکتیا سمبال پروګرامونو ته پراختیا ورکړي.