
ډونالډ ټرمپ: روسیې په رښتیا پر اوکراین برید کړی
اوکراین کې د کمیابه کانونو لاسرسي په اړه د تړون نږدېکېدو په درشل کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په ناڅاپه توګه خپل دریځ بدل کړی او وویل چې روسیې په رښتیا پر اوکراین برید کړی دی.
ټرمپ وايي، د جګړې پای ته رسولو د یوې هڅې په توګه به اوکراین ډېر ژر له امریکا سره د کمیابه کانونو هوکړهلیک لاسلیک کړي.














