د ټرمپ او پوتین ټیلیفوني خبرې؛ روسیې له ۳۰ ورځني اوربند سره مخالفت کړی

د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ په ټیلیفوني خبرو کې روسیې د ټرمپ له لوري د ۳۰ ورځني اوربند له وړاندیز سره مخالفت ښودلی دی.

که څه هم دې ټیلیفوني اړیکه پوتین د اوکراین د انرژۍ پر زېربناوو د بریدونو درولو په اړه هوکړه کړې، خو ۳۰ ورځنی اوربند یې، نه‌دی منلی.

فصېح‌الدین فطرت: ګاونډیو او نړیوالو سره د جګړې اراده نه‌لرو

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز محمدفصېح‌الدین فطرت وايي چې له ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو سره د زور او جګړې اراده نه‌لري.

نوموړي دغه څرګندونې د ملي دفاع وزارت اړوند د ۷۰۰ منسوبینو د فراغت‌غونډه کې د وینا پرمهال کړې دي.

ټرمپ او پوتین د جګړې پای ته رسولو لپاره سبا خبرې کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د روانې اوونۍ سه‌شنبه، مارچ ۱۸مه به د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین سره د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرې وکړي.

ټرمپ اېرفورس هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې وروستیو اوونۍ کې ډېر کارونه شوي دي.

د اسراییلو بریدونه؛ غزه کې ۱۵ کسان وژل شوي

غزه کې د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال د اسراییلو بریدونو له امله ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

فلسطیني چارواکي وايي، د روان جنورۍ ۱۹مې اوربند سره سره چې په غزه کې یې د پراخې کچې جګړې ودرولې، د اسراییلو بریدونو له امله لسګونه کسان وژل شوي دي.

نن د خوب نړیواله ورځ ده

نن شنبه، د مارچ ۱۵مه د خوب له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د خوب نړیوالې ټولنې سږکال دغه ورځ د «خوب روغتیا ته لومړیتوب

ولادېمیر پوتین: اوکرایني سرتېري دې تسلیم یا دې ووژل شي

د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین کُرسک کې د اوکراین کلابندو سرتېرو ته ویلي چې یا دې تسلیم شي او یا دې ووژل شي.

پوتین یادو سرتېرو ته په اشارې سره ویلي چې ۳۰ ورځنی اوربند د اوکراین په ګټه دی او روسیې ته هېڅ ګټه نه‌لري. نوموړي په ښکاره توګه له اوربند سره مخالفت ښودلی.

اسراییلو الاقصی جومات کې د فلسطیني لمونځ‌کوونکو مخه نیولې

د فلسطین حماس ډلې د اسراییلو د هغې پرېکړې غندنه کړې چې په الاقصی جومات کې یې، د روژې د دویمې جمعې پرمهال د لمونځ‌کوونکو مخه نیولې ده. حماس په یوې بیانیه کې په روانې روژې میاشت کې د فلسطینیانو پروړاندې ورته اقدامات، د اسراییلو مذهبي جګړه بللې ده.

ډونالډ ټرمپ: د شمالي‌کوریا مشر سره ښې اړیکې لرم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د شمالي‌کوریا مشر کېم جونګ اون سره لاهم ښې اړیکې لري.

ټرمپ چې په اووال دفتر کې د ناټو له عمومي منشي مارک روټ سره یوې خبري ناسته کې خبرې کولې، یو ځل بیا شمالي‌کوریا د یوه اټومي ځواک په توګه یاد کړی دی.

د اوکراین ولسمشر: ولادېمیر پوتین له ټرمپ وېرېږي

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي وايي چې د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین د اوربند نه منلو لپاره زمینه برابروي، خو په وینا یې، د ډونالډ ټرمپ له وېرې، نوموړي ته دغه خبره نشي کولای. زېلېنسکي وايي چې روسیه دا مهال د اوربند لپاره شرایطي ټاکي او غواړي چې اوربند وځنډوي او یا هم په بشپړه توګه یې، د پلي‌کولو مخه ونیسي.

ډونالډ ټرمپ: هېڅوک فلسطینیان له غزې نشي اېستلی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هېڅ فلسطینی وګړی به له غزې ونه‌اېستل شي، حتا که دی پر یادې سیمې ولکه هم خپله کړي.

نوموړي پرون چهارشنبه په سپینه ماڼۍ کې د ایرلنډ لومړي وزیر مایکل مارټین سره د لیدنې پرمهال د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «هېڅوک هېڅ فلسطینی نه‌شي شړلی.»

روسیې د جګړې پای ته رسولو لپاره امریکا ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې

رویټرز خبري اژانس د دوو سرچینو له قوله ویلي چې روسیې د جګړې پای ته رسولو او امریکا سره د خپلو اړیکو بیارغونې لپاره واشنګټن سره د خپلو غوښتنو یو نوملړ شریک کړی دی.

رویټرز نن پنج‌شنبه، مارچ ۱۳مه په یوه راپور کې ویلي، دا معلومه نه‌ده چې مسکو د خپلو غوښتنو په نوملړ کې څه ځای کړي او په رښتیني توګه غواړي چې اوکراین سره سوله وکړي، که نه؟

بلوڅ بېلتون غوښتونکي: څه باندې ۵۰ پاکستاني سرتېرو مو وژلي

د پاکستان په بلوچستان کې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډله وايي چې له پوځ سره په نښته کې یې، څه باندې ۵۰ سرتېري وژلي دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونه له تېرو دوو ورځو راهیسې د بلوچستان په بولان سیمه کې له یادې ډلې د هغو مسافرو ته خوشې کولو لپاره عملیات پیل کړي چې بلوڅ بېلتون غوښتونکو له یوه اورګاډي سره یوځای برمته کړي دي.