لکناو او ګجرات نن ای‌پي‌اېل لیګ کې لوبه لري

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن لکناو سوپر جاینټز لوبډله له ګجرات ټایټنز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن له غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې  د هند د لکناو په «بهارت رتنا شري اتل بېهاري واجپای اکانا کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

پاکستان کې د وسله‌وال برید پرمهال درې پولیس وژل شوي

د پاکستان په بلوجستان ایالت کې د پولیسو پر موټر د وسله‌وال برید له امله درې پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د پولیس چارواکو په وینا، برید د کوټې په مستونګ سړک د نوي سریاب پولیسو پر موټر شوی دی. دوی زیاته کړې چې له برید وروسته وسله‌وال پر تېښته بریالي شوي دي.

ای‌پي‌اېل لیګ؛ بنګلور نن له ډیلي سره سیالي کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن پنجشنبه، اپرېل لسمه رویال چلنجرز بنګلور له ډیلي کپېټلز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام د هند د بنګلور په «اېم چېناسوامې کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

ټرمپ د چین په صادراتي توکو تعرفه ۱۲۵سلنې ته لوړه کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د چین په صادراتي توکو یې تعرفه له ۱۰۴سلنې ۱۲۵سلنې ته لوړه کړې او د نورې نړۍ اضافه تعرفه یې ۹۰ ورځې ځنډولې ده.

هغه لیکلي چې دغه پرېکړه د چین د هغه غچ اخیستونکي اقدام په ځواب کې شوې چې د امریکایي توکو په وارداتو یې تعرفې ولګولې.

ډونلډ ټرمپ ویلي چې پر چین لګول شوې تازه تعرفه په سملاسي ډول عملي کېږي.

دومېنېکا کې د نایټ‌کلب چت لوېدو له امله ۹۸ کسان وژل شوي

د دومېنېکا هېواد د پلازمېنې سانټو دومېنېکا ښار د یوه نایټ‌کلب د چت لوېدو له امله  ۹۸ کسان وژل شوي او ۱۶۰ نور ټپیان دي.

په وژل شویو کې د پلازمېنې والي او د بېس‌بال مېجر لیګ پخوانی لوبغاړی اوکتاویو ډوټل هم شامل دي.

د راپورونو له مخې، شاوخوا ۴۰۰ ژغورونکي او مرستندویه ډلو غړي د احتمالي ژوند پاتو او جسدونو د راېستلو لپاره هڅې کوي.

د امریکا دفاع وزیر: پاناما کانال به له چین راوګرځوو

د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ پاناما ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې د پاناما کانال به له چین بېرته وګرځوي.

نوموړي د پاناما له چارواکو تر لیدنې وروسته ژمنه کړې چې د یاد هېواد امنیتي ځواکونو سره همکاري پراخه او ټينګار یې وکړ چې د پاناما کانال کې به د چین د نفوذ مخه ونیسي. د امریکا دفاع وزیر زیاته کړې چې چین غواړي د سوداګرو په مرسته دغه کانال د جاسوسۍ لپاره وکاروي، خو په وینا یې، دوی به یې مخه ونیسي.

غزه کې هره ورځ ۱۰۰ ماشومان مړه او ټپیانېږي

د فلسطینیانو لپاره د ملګروملتونو د مرستو اداره «انرا» وايي چې هره ورځ په غزه کې شاوخوا ۱۰۰ ماشومان د اسراییلو بریدونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم ټپیانېږي.

د یادې ادارې په وینا، دغه شمېر ماشومانو د اسراییلو د تازه بریدونو له امله هره ورځ مړه او ټپیانېږي.

ای‌پي‌اېل لیګ؛ چینای له ډیلي سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن له غرمې وروسته د چینای سوپر کنګز لوبډله له ډیلي کپېټلز سره سیالي وکړي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن «شنبه» له غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې د هند د چینای د چیپک په «اېم‌اې چېډمبارام کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

د ډونالډ ټرمپ د پنځه میلیونه ډالرو سروزرو کارټ په اړه څومره پوهېږئ؟

د ډونالډ ټرمپ ګولډ کارټ «سرو زرو کارټ» په حقیقت کې د اي‌بي‌-۵ په نوم د کډوالۍ پروګرام بیا راژوندي کول دي. دغه پروګرام په ۱۹۹۰ کال د امریکا کانګرېس له لوري تصویب شو او بهرنیو پانګوالو ته یې، اجازه ورکوله چې د امریکا په اقتصادي پروژو کې د یو میلیون ډالرو په پانګونې سره د یاد هېواد دایمي اقامت ترلاسه کړي.

ای‌پي‌اېل لیګ؛ ممبی له لکناو سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن ممبی انډیینز لوبډله له لکناو سپور جاینټز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن د افغانستان پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې د هند د لکناو په «بهارت رتنا شري اتل بېهاري واج‌پای اکانا کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

پر غزې مرګوني بریدونه؛ یوې ورځ کې ۱۱۲ کسان وژل شوي

پر غزې د اسراییلي ځواکونو د مرګونو او پراخو بریدونو په لړ کې یوازې تېره ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه کسان د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو په هوايي او روانو ځمکنیو عملیاتو له امله وژل شوي دي.